قریشي: امریکا بايد په مسؤولانه توګه له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، چې هېواد يې د افغانستان سولې کې مهم لوبغاړی دی او له همدې امله يې  غوښتنه کړې، چې امریکا بايد په مسؤولانه توګه له افغانستانه ووځي.

قريشي له خپل الماني سيال هايکو ماکس سره د خبرو پر مهال ويلي، چې اسلام اباد له اوږدې  مودې  راهيسې په دې ټينګار کوي، چې د افغانستان کړکېچ د پوځي زور پر ځای يوازې د خبرو  له لارې حل کېدای شي او زیاته کړې يې ده، چې دوی په دې خوښ دي، چې  نړيوالو اوس د دوی ی د دريځ ملاتړ کړی دی.

شاه محمود قريشي ويلي، چې هېواد يې د افغانستان سولې کې مهم رول ادا کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د المان د بهرنيو چارو وزير هم د سولې په اړه د پاکستان د هڅو ستاينه  کړې او زياتوي، چې د افغانستان سولې لپاره د پاکستان رول او هڅې د ستاينيې وړ دي.

دواړو سيالانو ويلي، چې د سولې خبرو د لا ښه پرمختګ لپاره د سولې پروسه کې د افغان حکومت ګډون اړين دی.

د المان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان سولې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ د سولې روانې خبرې له شپاړس ورځو بحثونو وروسته له يو شمېر مهمو پرمختګونو سره پای ته رسېدلي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د شاه محمود قريشي دا خبره چې:« هېواد يې د افغانستان سولې کې مهم لوبغاړی دی» او دا چي وايي: «هېواد يې د افغانستان سولې کې مهم رول ادا کوي.» څه معنا لري؟ او پاکستان څنګه د افغانستان په سوله کې مهم لوبغاړی دی ؟ دا خبري پاکستاني مقاماتو دمخه هم کړي دي. له دې خبرو خو داسي ښکاري چي طالبان د سولي مذاکراتو ته دوی چمتو کړي دي او طالبان د دوی تر اغېز لاندي دي. که داسي وي نو د طالبانو استقلاليت خو تر سوال لاندي راځي. په دې اړه بايد طالبان سپیناوی وکړي. که خبره داسي نه… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

ډیر منافق او رزیل خلګ دی. همدغو حرامیانو ورته لار ورکړی، همدی لاره راغلل اوس واس چی ودوځی.

جميل
میلمه
جميل

د سپى په خوله درياب نه مرداريژى ، بى شرفه غنى هم وايى چى د سولى مذاكراتو ته ما ظمينه مساعده كره.
د قريشى مقصد د مسءولانه وتلو نه دادى چى توله أمريكايان دى نه وزى او توله قدرت دى طالبانو ته نه سپارل كيژى .
قريشى ! أمريكايان خو نه وزى د طالبانو زور يى باسى ، طالبانو ته حكومت نه سپارل كيژى هغوى يى په زوره أخلى ، كمربند دى كلكوه بيا طالبان راروان دى سرحدى مليشو به دى بيا پرتوگ دك كرى پر شا روان وى او د بنديانو او مهاجرو بازخواست به هم درنه كيژى .