
اشرف غني اذربايجان ته ولاړ
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د يو دولتي پلاوي په مشرۍ اذربايجان ته لاړ.
له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوی په مشرۍ د اذربایجان پلازمينې باکو ته لاړ.
سرچینه زياتوي چې نوموړی به د اذربايجان په پلازمينه باکو کې په جوړېدونکې نړيواله غونډه کې هم ګډون وکړي او هم به ددې هيواد له ولمشر الهام علي اوف سره وګوري.
ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به افغانستان له اذربايجان سره د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ په اړه يو تړون لاسليک کړي او همدا راز به د اورګاډي د پټلۍ په اړه هم غني ددې هيواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
آزربایجان چه غنی لار نو سه به وکری په مملکت کی مو بمونه وریگی او پاچامو عاشقانه کوی په ملکو سفرونه کوی.