
کابل؛ انسان تښتونکو شپږ کلنه ماشومه وژلې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په پنځلسمه ناحيه کې انسان تښتونکو يوه شپږ کلنه ماشومه له تښتولو وروسته وژلې ده.
د مهسا په نامه ياده ماشومه چې پنځه ورځې مخکې د کابل له خيرخانې مينې څخه تښتول شوې وه له کورنۍ څخه يې د خلاصون په بدل کې درې سوه زره ډالر امريکايي ډالر غوښتل شوي وو.
د مهسا کورنۍ وايي چې دوی نشوای کولای چې د نوموړې د خلاصون په بدل کې درې سوره زره ډالر برابر کړي نو تښتونکو يې لور په تيزندۍ سره په ډېره بې رحمۍ وژلې ده.
بايد وويل شي چې په افغانستان کې انسان تښتونه هغه څه دي چې د شتمنو او عامو افغانانو ژوند يې تنګ کړی دی او ډېری وخت د غلو او انسان تښتونکو له ګواښونو سره مخ کيږي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابيلو ولايتونو کې مشران، ځوانان او کوچني ماشومان د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوي دي چې تښتونکي يې له کورنۍ څخه د خلاصون په بدل کې د ډېرو پيسو غوښتنه کوي.
په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې هم له کابل څخه د اباسين ځاځی په نامه يو څوارلس کلن ماشوم تښتول شوی و چې له کورنۍ څخه يې د خلاصون په بدل کې ۱۰۰ زره امريکايي ډالر غوښتل شوي وو خو کورنۍ يې د دومره پیسو د ورکړې توان نه درلود چې وروسته تښتونکو اباسين وواژه او د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې يې جسد وموند شول.
د کابل د جنايي څېړنو رياست وايي چې د مهسا تښتونکي او وژونکي د کابل د پوليسو له لوري نيول شوي دي او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
په ټولنيزو رسنيو کې ددې پيښې په اړه عامو افغانانو سخت غبرګون ښودلی دی او د يادو مجرمينو د اعدام غوښتنه کړې ده.
ددوی د په پلار او مور لعنت شی لا پدی اولاد
د اهلی او وحشی حیواناتو تر منځ توپیر په همدی کی وی چه اهلی حیوانات د انسانانو سره لوی شوی د انسانانو له خوا یی انسانی روزنی او مینه تر لاسه کړی وی او وحشی حیوانات چه دغه روزنه نه لری هر وحشت تر سره کوی حتی غوښی خوړونکی حیوانات چه د انسانانو سره لوی او و روزل شی له وحشته تر ډیری کچی لاس اخلی هو هغه وحشی حیوانات چه د نورو وحشی انسانانو سره لکه د کابل غلامانو او بادارانو سره لوی شی هغوی تر عادی او معمولی وحشت هم زیات وحشت ځکه ترسره کوی چه دوحشتو مسابقه… نور لوستل »
حکومت کچیری علنی اعدام کولای تاسی پیښی به نه کیدي. داسی پیښی سبب د دی کیږی چی خلګ د طالبانو راتګ ته لبیک ووایی.
دا هم د(ع اوغ)د حکومت لاس ته راوړنه، چی باید د سولی قربانی نسی.