ګډ حکومت ولې ولسي خلګ وژني؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

له څو وروستیو ورځو راهیسي د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ګډو ځواکونو لخوا د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې لړۍ ډیره تونده شوې.

خاصتا په روانې میاشت کې هیڅ داسې ورځ نه وي چې د ګډو ځواکونو لخوا د ولسي سیمو د هوايي یا ځمکنیو بریدونو له کبله دي په رسنیو کې د کلیوالو د مرګ ژوبلې خبر نه وي خپور شوی.

تیره ورځ د غزني په اندړو کې د سورلې پر موټر د الوتکو خونړی برید چې ټول قربانیان یې تورسرې او ماشومان وو او همدا راز د ننګرهار په خوګیاڼو کې د یوې کورنې څلور غړي او تر هغه پنځه ورځې وړاندې په ننګرهار کې د ملي اردو د هغه سرتیري د کورني غړي چې خپله دی د دولت په دفاع کې له طالبانو سره جنګیږي او کورنۍ یې د دولتي ځواکونو لخوا په دغه ډول وحشت سره وژل کیږي ټول هغه موارد دي چې د دولت لخوا په عمدي ډول د خپلو خلګو د وژلو او ځورولو اراده تري جوتیږي.

د ګډ حکومت لخوا په داسې حال کې د خپل ولس د وژلو لړۍ ګرمیږي چې نور یې د واکمنۍ وروستۍ شپې ورځې دي.

د شنونکو په باور د حکومت لخوا د ولسي عام وژنې لامل دا دی چې:

حکومتي چارواکي غواړي په ولسي وژنو سره دا وښيي چې دوئ هم په افغان لانجه کې مهم اړخ دی ، که یې د سولې په مذاکراتو کې ګډون ته پام ونشي او دوی ته ورکې برخه ور نه کړل شي نو دوی د ولسي خلګو په وژنې سربیره نورهم داسي کړنې کولای شي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روان مذاکراتي بهیر ورباندې متأثر کړي.

د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې پر مسلسلو خونړیو پیښو د حکومتي چارواکو ابهام لرونکی سکوت هم له پورتني لامل پرته بله هیڅ توجیه نشي لرلای.

ځکه ښاغلی غني چې د یرغمل کوونکو په لاس د یوې ماشومې د وژنې پیښه څاري او پرهغې خپل رسمي عبرګون ښيي ، څرنګه پر هغو لسګونو خونړیو پیښو چوپتیا غوره کوي چې د ده د دولتي ځواکونو لخوا تر سره او هره ورځ ورکې په لسګونو ماشومان، تورسري او بیوزله کسان وژل کیږي ؟

ایا نوموړی یواځې د یرغمل کونکو د پیښې د تعقیب مسؤلیت لري او د ده مربوط ځواکونه چې په ورځ کې لسوګونه ماشومان وژنی دی یې باید په مقابل کې همداسې ساکت پاتي شي؟!

avatar
4 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاح استاذ بیانزی
میلمه
الحاح استاذ بیانزی

ګډ حکومت ولې ولسي خلګ وژني؟! ځواب یی ښکاره او په لاندی ډول دی !!!!! لمړی: څوک چه قصدا غلامی اداری ته د حکومت نوم اخلی هغوی هم د غلامی اداری برخه ده مګر دا چه عوام یی د اشغالګرو د میدیا په واسطه د حکومت خبره عادی او عامه کړی حتی خینی طالب مجاهدین هم وخت ناوخت ورته حکومت یادوی بی له دی چه متوچه شی دوی څه وایی. اصلی موضع: د کابل غلامه اداره د اشغلګرو مامورین دی څه چه وایی او څه چه کوی د اشغلګرو په دستور او قومانده یی ترسره کوی د دی د پاره… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

ګډ حکومت دی الله ګډ وډ کړی، خو تاسی هم له هغوی کم نه یی. همداسی ستاسو انتحاریانو د خلکو بچیان ووژل. وایی مکوه په چا چی ونشی په تا.

احمد
میلمه
احمد

سلام ورحمت الله
لونگ جان افغانها به وطن اشغالگران با توپ و طياره و مجهزترين سلاحها نرفته اند كه دلك خودت اينقدر پر است، و گد حكومت چطور گدي ودي شوه كه افغان هاى كه در مقابل همين اشغالگران واسلام فروشان فاسدشان ميجنگند خودت برايشان بجاى احترام و آفرين داو و دشنام ميدهى؟
خداوند برايت هدايت بدهد

لونګ
میلمه
لونګ

شما غلامان پنجاب کجا ګذاشته اید که حکومت غنی آرام بخاطر ترقی وطن و زندګی بهتر مردم کار کند. من اګر غنی باشم همینطور که شما بخاطر یکنفر ده ها تن دیګر را میکشید، من هم بخاطر یک طالب تمام قریه را بمبارد میکردم. نګهدارنده دین خداوند است نه طالب. طالب ها بنام دین و مذهب اسلام را در تمام دنیا بد نام کردند حتی مسلمانان در جهان غرب اسلامیت و مسلمانی خود را پنهان میکنند و می شرمند که مسلمان هستند وقتیکه مردم دنیا کار های انتحاری، قتل و جهل شما را میبینند.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سلامونه او ښی چاری. وایی چه یوه روځ هارون الرشید په بازار کی راوان وه.یو سړی ورته وویل چه ځان د مسلمانانو خلیفه او امیر بولی،خو صفت د خلیفه امیرالمومنین حضرت عمر در په کی نشته. هارون الرشید په ځواب کی ورته وویل.چه د حضرت عمر په رعیت کی د ابوهریره په شان کسان وه ،ته چه د ابو هریره په شان شی زه په اتومات ډول د حضرت عمر صفتونه په ځان کی وینم، طالیبان چه جګړه بنده کړی،نو دولت مجبور دی چه په نورو د رعیت خدمتونو باندی لګیا شی،هم به ولسی خلک نه وژل کیږی او هم… نور لوستل »

بسم الله
میلمه
بسم الله

حیرانونکی ارزونه : پوره ۴۰ کاله وشول او په ځانګړی اخری ۱۸ کاله د نوی نړیوال کفر او د هغوی د غلامانو سره د افغانستان مجاهد اولس جنګیږی . خو د میدیا ځینی ناخبره غلامان د کابل غلامانو ته د هارون الرشید او طالبانو ته د ابو هریزه نوم ورکوی . دا سمه ده چه طالبان مجاهدین او د ابوهریره په دریز او جهادی کړنو روان دی مګر غلام غنی د نړیوال کفر له خوا کینول شوی او د افغانستان د مسلمان او مظلوم اولس د وژلو او استثمارولو د پاره تمویل او تجهیز کیږی مګر دمیدیا غلام ورته د… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بسم الله ته.
په ارګ کی د دواد خان حکومت په وخت کی.د صبغت الله مجد دی .او ربانی .او حتی د طالیبانو په وخت هیڅ ومه کلیسا نه خو د جنګ جدل قتل وه.
نتیجه.دا جنګ بی له کلیسا څخه هم وه اوس هم دی،د جنګ نیابتی جنګ د بل چا د ګټی لپاره جنګ دی،دین مذهب پوره اړه نه لری.
په لندن ښار کی په زرګونو کلیسا ګانی دی،نو کلیسا ته مسلمان پناه وروړی؟