افغانستان

هلمند؛ هوايي بريد کې د ولسوالۍ د پوهنې رئيس وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ د پوهنې رئيس او د هغه ورور په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د مارجې ولسوالۍ د پوهنې رئيس عزيز الله همنوا او د هغه ورور ډاکټر پاچاخان سمسور چې په ياده ولسوالۍ کې ښوونکی و نن غرمه مهال ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د هلمند د پوهنې رئيس زلمي افغان او د همنوار د کورنۍ غړو هم د نوموړو وژنه تاييد کړې ده.

د هلمند د پوهنې رئيس زلمي افغان ويلي دي چې ياده سيمه د طالبانو په ولکه کې ده او دې سيمو ته د پوهنې کارکوونکي تګ راتګ کولای شي او عزيز الله يادې سيمې ته د خپل مسئوليت د اداء کولو له پاره تللی و چې په هوايي بريد کې په نښه شوی دی.

د هلمند چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په ولسي وګړو هوايي بریدونو او چاپو تر بل هر وخت زور اخیستی دی چې په کې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او له دې سره سره کله کله دولتي سرتيري او کارکوونکي هم په نښه کيږي.

تيره شپه په ارزګان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ۱۵ امنيتي سرتيري وژل شوي وو، همدا راز نن په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې څلور ولسي وګرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او تيره شپه کورنيو عسکرو په ننګرهار کې شپږ تنه ولسي وګړي وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

هر څوک د ځنکدن وخت کی هر ډول وحشیانه لغتی وهی ، روسان چه وتل اخری کال یی له اخری وحشتو کار واخست فکر یی کولو چه خلک به په خپل اخری وحشت وداروی چه ونه ډارول شول او هم پکی د غچ اخستنی خبره هم نغشتی وی چه مونږ ته مو سره د دی چه پیاوړی وو ولی ماته راکړه که په تاسی مجاهدینو مو زور نه رسیږی عام وګړی خو به مو په شهادت ورسوو. ورته کار امریکایان هم ترسره کوی د اخری ماتی او ځنکدن وخت کی د هر ډول اخری وحشت څخه کار اخلی تر څو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x