
د دوحې له غونډې نه، د طالبانو پټي ګټي…!!
نعمت میوند
پرون سشنبه، ۱۲ مارچ د طالبانو او امریکایی پلاوي ترمنځ د څه باندي نیمي میاشتې مذاکراتي غونډه پرته له دې چې طرفین پر یوې څرګندي هوکړې لاسلیک وکړي؛ پای ته ورسیده، هغه څه چې ډېری خلک یې په تمه وو.
حقیقت دا دی څومره چې د افغانستان اوسنۍ اتلس کلنه اشغالي جګړه پیچلې شوې؛ همدارنګه یې حل هم همدومره پیچلی شوی دی. نه باید چې د دومره طویلي جګړې د عاجلانه حل لاري د موندلو هیلي ولرو.
یو ټکی چې ډېر هیله بښونکی دی، هغه دا چې دواړه لوري په شعوري توګه ځان دې ته اړ ګڼي چې باید دا لانجه هرو مرو ژر تر ژره په یو سوله ایز شکل سره حل وفصل کړي. دواړه لوري پر دې متفق دي چې د سولي ضد کړیو د مصالحو او اضرارو په نظر کې نیولو پرته؛ د خپلو دوه اړخیزو ګټو او زمیني حقایقو په رڼا کې د دې خونړۍ لانجې غوڅول د دوی یوه حیاتي اړتیا او دا یې په خیر ده.
دا ټکی دومره امید بخښونکی دی چې که هرڅومره دا لانجه پیچلي ده، خو حل لارې ته هرو مرو امیدواري شته. چې بالاخره به د دغه ډول مذاکراتي غونډو په پایله کې یو داسي حل راوځي چې د افغانستان او امریکا د ولسونو خیر پکي نغښتی وي.
رسمي څرګندوني
د ذبیح الله مجاهد او زلمي خلیلزاد له رسمي ټویټونو نه داسي ښکاري چې خبري خورا پیچلې خو پرمختلونکي دي، دا ځکه چې په اصولو کې پر هغو لاینحله ټکو باندي نا لاسلیک شوی توافق شوی، چې له امله یې د همدې طویل بحران بنیاد ایښودل شوی.
هغه دا چې پر افغانستان د امریکا له لوري یرغل له دې امله وشو چې د امریکا امنیت د امریکا په ګومان له افغانستانه وګواښل شو، چې ظاهراً د جګړې یو بنسټیز عامل ورته ویل کیږي، د دغه عامل د له منځه وړلو لپاره طالب لوري لکه څنګه چې همیشه په خپلو خبرپاڼو کې ویلي؛ په دغه 16 ورځني مجلس کې یې امریکایی لوري ته د بیا خطر نه پیښیدلو ډاډ ورکړی او دا یې هم ورته واضح کړې چی هغه خطر که د امارت کسان پیښوې او که یې القاعده یا بله کومه ډله، ځکه امارت چی د ځان لپاره څه مناسب نه بولی نو بل ته هم اجازه نه ورکوی، دویم د جګړې آساسي عامل اشغال دی چې د هغه د ختمولو ډاډ امریکایی لوري طالب ته ورکړی. دا چې میکانیزم به یې څه وي؛ د دوی په خبره په راتلونکو پړاوونو کې به څیړل کیږي.
د سرچینو خبره
د دوی دواړو (مجاهد او خلیلزاد) په تأیید له نورو باخبره طالب سرچینو نه ترلاسه شوي مالومات هم ښيي چې بنسټیز توافقات په دې توګه شوي دي:
« دا پړاو خبري په ښه ډول پای ته ورسیدي، که څه هم ستړياوي یې ډېري درلودي، خو په ډیر څه سره پوه شوو، یو د بل لومړیتوبونه مو ښه درک کړل، د یوې مسودې په ترتیب کار وشو په ځینو برخو کي یې سره نږدې شوو او په ځینو کي لا فاصله شته، سرچینه زیاتوې چي د ترهګرۍ د سدِ باب په برخه کی موږ تر دې ځایه ورغلي یو چي نه موږ خپله تاسو ته د ضرر هوډ لرو او نه هم بل چاته اجازه ورکوو چي زموږ خاوره ستاسی پرضد وکاروي، او د بهرنیانو د وتلو پرخبره امریکایي لوري راسره حتمي هوکړه کړي، خو پروخت او زمان مو یې ترمنځ اختلافي فاصله شته، موږ د لیږو میاشتو خبره کوو، خو دوی د ډیرو میاشتو مطالبه کوي. د بین الأفغاني ډیالوګ خبره هم منل شوې او هم مو تر وار له مخه په مسکو کې د هغې نمونه ورته ښودلي، په راتلونکي کې هم په همدې توګه پر بین الأفغاني خبرو اراده شته.»
دا هغه وروستي ټکي وو چې له دخیلو سرچینو نه ترلاسه شوي او په لږ تفصیل سره د جانبینو د رسمي ادرسونو د ویناوو تأیید کوي.
د طالبانو ضمني ګټي
1 – طالبانو پرته له دې چې له امریکا سره د ځواکونو پر وتلو آني او وختي فیصلې وکړي؛ ضمناً یې له امریکایې لوری سره، د طویل المدت سیاسي اړیکو په رابطه هم ځیني عمیق نظریات سره تبادله کړل چې په اوږده راتلونکي کې هم د یوبل له ضرري سیاسته ځانونه وژغورلای شي. تردې چې ویل کیږي پرځینو مادو یې د توافق سر هم سره ښورولی دی.
2 – طالبانو وکولای شول چې هم امریکایې لوري ته خپل ځان ور وپیژني او هم د دوی خبره له نژدې واوري، همدارنګه د امریکایې جهت له ذهنه د ځان په اړه هغه تصویر تر یوه حده لیری کړی چي دا شل کاله میډیا او یا هم د کابل ادارې د دوی په ذهن کی جوړ کړی و.
همدا وجه ده چې امریکایی لوری له طالبانو سره د یوې ډلي نه، بلکي د افغانستان د اصلي نماینده په توګه خبرو ته را وړاندي کیږي، قدم په قدم هغوی پخپل مذاکراتي پلاوي کې د وظیفوي اهمیت له مخي د زیادت نوښت راولي.
یوې سرچینې دا هم ویلي چي حتی په دې هم خبری وشوې چي که بهرني وګړي افغانستان ته راځي نو څنګه به ویزه ورکول کیږی او څنګه به قانونی استوګنه کوي ظاهره خبره ده چي ویزه ورکول د حکومت کار دی خو غوښتنه او طرز چې یې له طالب سره مطرح کیږی؛ طبعا به داسي خبري د کابل حکومت وارخطا کوي.
3 – بل دا چې د نړیوالو توجه یی لا ډیره جلب کړه، له حصار نه ووتل د میډیا منفی تعامل یی مات کړ، آواز یی اوچت شو او هغه انګیرنه یی ناسمه ثابته کړه، چی که طالبان سیاسی ډګر ته راووتل نو د سیاسي استعداد د کمښت له امله به مات او یا بدنام شی.
4 – د کابل هغه حکومت چې د نړیوالو خصوصاً د امریکا په اتلس کلن محنت او پریمانه ځاني او مالي مصارفو منځ ته راغلی؛ له سخت سیاسي تجرید سره یې مخ کړ، په کورنۍ او بهرنۍ کچه یې له اعتباره وغورځاوه او حتی چارواکو ته یې داسی رواني تکلیف ورپیښ کړ چي خپل ډیر ملګري یې د ژبي په زهرو خفه کړل ځکه چی ژبي نشي کابو کولای.
د یوې سرچینې خاطره
د مذاکراتو په جریان کې غیر رسمي ګډون کوونکي، خو موثقي سرچینې راته وویل چي د مذاکراتو پرمیز به طالب مرکچیانو امریکایي لوري ته داسي سرخلاصي ځوابونه ویل، چې د ده په خبره سړي به داسي ګمان کاوه چې د کلي په پټیو یا د ژمي په پیتاوي کې دوه کلیوال یو بل ته سپیني خبري کوي، د سرچینې په وینا د طالبانو دې ډول تعامل ته درېیمګړي عرب ډېر حیران پاتي کیدل ځکه چې امریکایانو ته خو تر اوسه چا داسی مخامخ څه نه و ویلی.
وروستۍ خبره
که څه هم له رواني مذاکراتي پروسې سره د ډېرو ځوریدلو افغانانو هیلي تړلي دي، دوی امیدوار دي چې په نتیجه کې به یې یوه تلپاتي سوله رامنځ ته او د جنګ جګړو کمبله به ټوله شي، له همدې امله ډېري کونډي او یتیمان لاس په دعا دي چې د نیکمرغیو مخ وویني او دا پروسه په بریالیتوب سره د اسلامي افغانستان د مظلومو وګړو په خیر تمامه شي.
مګرلا هم طالب لوري ته ډیر اوږد او ستړی مزل په مخکي دی، دا ځکه چې په وړاندي یې ډېري داخلی او خارجی مهرې په کمین کې دي چې دا لړۍ په یو نه یو ډول ناکامه کړي، دا اوس چې د مذاکراتو په جریان کې د کابل حکومت په پراخه پیمانه د ړندو بمباریو او ولس وژني یوه بوږنوونکي لړۍ را پیل کړي؛ دا ښکاره د دې هڅه ده چې دا ولس د خوښۍ احساس ته پرینښودل شي او د مذاکراتو په نتیجه کې رامنځ ته کیدونکي سوله سبوتاژ کړي.
نو د طالبانو اصلی وړتیا به هله څرګندیږي چې پرځان افغانان راټول کړي، د مختلفو ډلو ټپلو، افکارو او مسلکونو په زغملو سره د خلکو په راټولولو سره دا لوی ازمویښت کې ځان بریالی کړي، ترڅو زموږ دا کړیدلی ولس نور له دې لویې غمیزي بیغمه شي.
زموږ د قلموالو، سیاسیونو او ولسونو مسئولیت بیا دا دی چي چاته اجازه ورنکړي ترڅو د ځاني ګټو په خاطر د سولی د روان امید بښونکي بهیر مخالفت وکړي.
پای ……..!
نعمت میوند
2019-3-12
ډیراعلی دمیوندي ګوتې جنتي سه اطمنان بخشونکې اوډاډمنه لیکنه وه اجرک علی الله
زما په اند : د طالب مجاهدینو سره په دی حیرانونکی او نړیوال لوی ځانګړی چنګ کی ټول نړیوال کفر او څو مخی مسلمانان د لوی دجال ( امریکا ) د قوماندی لاندی هر اړخیز ګډون لری چه په نړی کی تر اوسه ساری او مثال نه لری چه یو کم شمیر طالب مجاهدین دی د ټول نړیوال استعماری قدرتونو سره ۱۸ کاله په بریالیتوب وجنګیږی او بلاخره دی نړیوال کفر ورته د روغی جوړی وړاندیز وکړی د روغی جوړی وړاندیز د بایلونکی له خوا وړاندی کیږی. د طالبانو د بریاوی او پیاوړتیاوی له کومه شوی؟ دا ټولی د طالبانو… نور لوستل »
الله كريم و رحيم و على كل شىء قدير دي، توكل عليه. الله اكبر
د یوې سرچينې خاطره . . . !!!
نو عربو ته دي وویل شي :
چې تاسو مه حیرانیږئ ، دا رنګه پنډو پنډو چټو پسي موږ په وطن کې شپه او روځ درګرده ګرزو او خاکریز ته يې لیږو .
دا دسولې خبرې یې زر ورسره خلاصې کړې وﺉ چې کله یوې جمعې ته کله بلې جمعې غزیژي.
عام ولس یې تبا برباد کړو.
زما نظر داده که سوله وی یا نه وی مجاهدین باید خپل کار ته ادامه ورکړی
د طالبانو پټي ګټي، دا باید داسې ولیکل شي: د طالبانو پټې ګټې