
عطا محمد نور په بلخ کې کار بندیز اعلان کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند لوړ پوړی غړي «عطاء محمد نور» نن ورځ په بلخ ولایت کې کاربندیز اعلان کړی.
د عطاء محمد نور، له فسبوک پاڼې څخه په خپره شوي اعلامیه کې راغلي چې « د مزار شریف له ټولو اوسېدونکو او د مارکیټونو او دکانونو له خاوندانو هیله لرم څو سبا خپلو دندو ته ستانه نه شي او د خپل ځان او ښاریانو د امنیت د خوندیتوب په موخه دکانونه او مارکیټونه وتړي».
اعلامیه وړاندې زیاتوي « ارګ د نویو توطیو په جوړولو سره د ښار امنیت ګواښي، خلګو ته ستونزې جوړوي او د بلخ او ددوی تر منځ له شوې معاهدې سرغړونه کوې».
عطاء محمد نور په پای کې له قومونو له مشرانو او سپین ږیرو غوښتي څو د نوموړي تر راتلونکي پیغام پورې انتظار واوسي.
عطاء محمد نور چې د بلخ پخوانی والی دی، له ګډ حکومت سره د شخړو اوږده سابقه لري، نوموړي د خپل ولایت په مهال بیا، بیا د ګډ حکومت مشر چلینج کړی وو چې نوموړی له واک څخه نشي لیري کولای، په پای کې د ارګ او نور تر منځ د یوې معاهدې له لاسلیک کېدلو وروسته عطاء محمد نور ولایت پرېښود، که څه هم د نوموړي معاهدې ټکي رسنیز نشول خو اوس عطاء محمد نور تور پورې کوي چې ارګ له یادې معاهدې سرغړونه کوي او د بلخ خلګو ته ستونزې ایجادوي.
داسې هم ویل کېږي چې، ارګ غواړي د بلخ اوسنۍ امنیه قوماندان لرې کړي خو عطاء نور یې په وړاندې ولاړ دی او د امنیه قوماندان لیرې کول د حکومت او ده تر منځ له شوې معاهدې سرغړونه بولي.
د سرلبک په ليدو مې فکر وکړ چې ښايی د ړندو او وحشي بمباريو په غبرګون کې يې د احتجاج په توګه په دې مناسب کار لاس پورې کړی، خو متاسفانه چې داسې نه ده بلکه خړ سپی د لېوه ورور دی. د مسکو له غونډې وروسته د ټولو ګډونوالو مسووليت وو چې ړندو بمباريو او چاپو په اړه يې د ګوډاګی ادارې هراړخيز مخنيوی کړی وای، ولې د داسې څه هېڅ نښې نښانې ونه ليدل شوې. که څه هم د مسکو غونډې ګډونوال له ګوتشمېر پرته تش په نوم افغانان يانې پخواني ګوډاګيان وو او يادې غونډې ته د… نور لوستل »