افغانستان

فراه؛ د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې درې ورونه وژل شوي/ انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): په ولسي وګړو د بهرنيو ځواکونو د بريدونو په دوام دا ځل په فراه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې درې ورونه وژل شوي دي.

له سيمې نه راپورونه وايي چې د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې وهلي دي چې په نتيجه کې يې د عصمت الله کاکا په نامه د يو ولسي وګړي درې زامن وژلي دي.

سرچينه زياتوي چې ګډو ځواکونو د شپې د ولسي وګړو په کورونو چاپې ووهلې، د کورونو دروازې يې ماتې کړې او په يوه کور کې يې درې ورونه ووژل.

همدا راز په دې چاپه کې د ولسي وګړو څلور موټر هم د ګډو ځواکونو له لوري ويجاړ شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ملکي وګړو د ګډو ځواکونو چاپې او هوايي بريدونه له بل هر وخت په بې سارې توګه زياتې شوې دي چې له امله يې د ملکي وګړو د وژنې ګراف لوړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د عزيز الله همنوا او ډاکټر پاچاخان په نامه دوه ورونه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې دولتي کارکوونکي وو په هوايي بريدونو کې وژل شوي وو.

همدا راز وړمه شپه د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ هم په دولتي عسکرو هوايي بريد کې ۱۵ عسکر وژل شوي وو.

تر دې وړاندې تيره اوونۍ په ننګرهار کې په دنده بوخت د يو دولتي عسکر په کور هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي وو.

ده ورځې وړاندې د غزني ولايت د اندړ ولسوالۍ کې هم ګډو ځواکونو د ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه چې د سیمې اوسېدونکو د مړو جسدونه له ځان سره د غزني ښار ته لېږدولي وو او هلته يې د دولت او بهرنیو ځواکونو په خلاف لاريون کړی و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x