امريکا او روسيه د افغانستان سولې په اړه ناسته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين خاص استازي او د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ضمیر کابلوف ويلي، چې د افغانستان سولې په تړاو له امريکايي چارواکو په لنډ وخت کې د ناستې  پلان لري.

کابلوف له روسي رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې شونې ده د افغانستان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره په واشنگټن کې وگوري او زياته کړې يې ده، چې مسکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې ملاتړ کوي.

په قطر کې  د امریکا او طالبانو شپاړس ورځنيو خبرو د پایلو او هوکړې د پوښتنې په ځواب کې روسي ډيپلوماټ وويل:«د هغې مسودې په اړه څه ویل له وخته مخکې خبره ده؛ ځکه چې تياره شوې مسوده موږ نه ده ليدلې او روښانه خبره دا ده، چې دواړه لوري لا هم کومې وروستۍ پايلې ته نه دي رسېدلي.»

کابلوف په داسې حال کې له امريکايي چارواکو سره د ليدو خبر ورکړی، چې وړمه ورځ سه شنبه زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو پنځم پړاو له پای ته رسېدو وروسته په خپل ټويټر پيغام کې د قطر خبرې گټورې بللې وې.

خلیلزاد زياته کړې وه، چې د ځينو لوړو ژورو سربېره يې له طالبانو سره يې خبرې گټورې وې او په دوو خبرو «د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارولو» کې پرمختگ شوی، خو وروستۍ هوکړې ته لا هم نه دي رسيدلي.

سرچينې وايي، چې د قطر خبرو شپږم پړاو به د روانې مارچ مياشتې په وروستيو کې په دوحه کې پيل شي او دواړه لوري ترې د وروستۍ هوکړې هيله لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د