حمدالله محب: د امریکا لپاره د شرم ځای دی چې له طالبانو سره خبري کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت مشاور حمدالله محب وایی له طالبانو سره د امریکا سوله د یولسم ستمبر د وژل شویو او د هغو ۵۴۰۰ سرتیرو چې امریکا په افغانستان کې له لاسه ورکړي؛ توهین او سپکاوی بلل کیږي.

نوموړي په نیویارک کې له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، دا به د امریکا لپاره لوی شرم وي چې له داسي ترهګرو سره خبرو ته حاضریږي چې د امریکا تر ۵۴۰۰ زیات سرتیري یې ور وژلي وي. او دا به د طالبانو لپاره لویه بریا وي.

محب وایی د دې پرځای چې د ده په ټکو له (ترهګرو) سره خبري اتري وشي؛ باید متحده ایالات د افغان دولت ملاتړ ته دوام ورکړي.

محب وايي، طالبانو ته د افغانستان واک سپارل، د طالبانو برياليتوب دی، او زياتوي چې د ترورستانو “طالبانو” په وعدو باور کول سم کار نه دی.

فاکس نیوز وایی، حمدالله دا خبري داسي مهال کوي چې په قطر کې د امریکا او طالب استاځو ترمنځ د خبرو اترو پراخ استقبال شوی دی.

فاکس نیوز زیاتوي، افغان حکومت پخپل موقف کې هم متضاد دی، په ځینو مواردو کې له ځانه د خبرو اترو مدافع وکیل جوړوي، خو په ځینو نورو وختونو کې بیا د سولې د پروسې په وړاندې دریږي.

د طالبانو او امریکایی پلاوي پنځم پړاو خبري وړمه ورځ په دوحه کې پای ته ورسیدي چې ویل کیږي په دغه ناسته کې د امريکايي ځواکونو د وتلو او د افغان خاورې څخه امریکايانو ته د ډاډ ورکولو مسئله مطرح شوې چې ښايي په راتلونکې ناسته کې پرې توافق وشي.

شنونکي په دې باور دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتي پروسې، ګډ حکومت له لویي وارخطایي سره مخ کړی.

avatar
10 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګلاجان کوچی
میلمه
ګلاجان کوچی

محب ګله! امريکايانو ته پېغور مه ورکوه چې سبا بيا د پناهنده ګۍ لپاره ويزه نه درکوي، ځکه چې ته او ستا په څېر نور وطن خرڅوونکي او د پرديو مزدوران نور به افغانستان کې ځای نه لري او خامخا به کومه خواته تښتئ.

احمدرحیم
میلمه
احمدرحیم

داد حمدالله محب او جنرال دوستم خبرو توپیر په دی کی دی چه جنرال دوستم په افغانستان کی مړه شوی امریکایان شهیدان بللی او حمدالله شهیدان نه دی بللی دواړو د امریکایی بادارانو د ګټو په خاطر ژمنه ښودلی د تاسف ځای دی چه یو باسواده داسی شی نو له دوستم به څه ګیله کیږی. دا چه هره ورځ مو بی ګناه ملکی وګړی شهیدانیږی حمدالله په خوله کی ممیز پراته دی یوه ورځ یی هم اقلاٌ د غندنی غږ پورته نه کړ خو چه دده قدرت په خطر کی کیږی بیا طالب ترورست شو امریکا ترورست نه شو چه… نور لوستل »

محمدجان حسین خیل
میلمه
محمدجان حسین خیل

جناب محب صاحب ! ته چی دامریکایانو دمړوشمیره یادوی ولی په دا څلورو کالو کی د خپلو افغانانو شمیره نه یادوی چی یو لکو اتیازه خپله ستاسو ملګری اتمر صیب تاید کړه څو ورځی مخکی او یو لکو پنځوس زره یی ټپیان وښودل پاتی خو هغه نور کلونه دی فقط د اوسینی دولت او نظام چی داشرف غنی تر مشری لاندی چلیژی ایا دا وینه ویړیا ده که یی رنګ سور ندی ، تاسی چی له هغوی څخه مرسته غواړی لمړی دخپل هیواد او دهیوادوالو په ستونزو فکر وکړی او یو ملی دریځ غوره کړی ، هغه خلک چی ځی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

عجيبه ده بي شرمه بى حيا هم د شرم خبرى كوى

شهاب
میلمه
شهاب

ښه نو چی ستا یې 45000 عسکر وژلی ولی ورته د خبرو زارۍ کوی? ای ایجړاګانو! هم مو غلامی وشرموله, هم دولتداری او هم مو سیاست!
دا خو داسی معنی لری لکه چې ستا له کوره څوک وزی او ته ورته وای چی لږ نور هم زما ښځی سره پاتی شه.
امریکا مجبوره ده چی له ریښتینو افغانانو سره خبری وکړی او ستاسو دغه زارۍ د توت اهمیت نلری ورته!!!
ارمان چی ته خوګياڼئ نه وای او غنی احمدزئ

پتنګ
میلمه
پتنګ

مسمانانو پښتنو افغانانو وروڼو ! زه داسې غوړ غوړ هلکان ډیر پيژنم دا اوس نه ان ۵۰ کاله مخ کې ، دغه غوړ غوړ هلکان د هیچا زامن هم ندي ، نه شرم لري نه غیرت نه پښتو ، اسلام خو یې بیخي یوې خواته پرې ایښی دی ! دوی اسلام دعربو زاړه عنعنات بولي او ددوی اوسنی تیوریسن سر کښ مجید قرار دی او د ټولنې او ایدیا لوګي ځای یې د تاند د پاڼې اټۍ ده ! یو سړی چه شرم حیا او هویت نلري له هغه څخه څه ګیله ؟ دوی چې هیواد خرڅوي ، دالر خوري… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

سلام ورحمت لله پتنگ خان،
در حرفهايت بركت،

لونګ
میلمه
لونګ

یار پتنګه: ته خو اول ښه الفاظ نه استعماله وې. ته څه رقم مسلمان یی؟ دوم: ستاسو خو هم کورونه په پاکستان کی دی او مشران مو ګروګان له آی اس آی سره هغوی هم همدا خبری چی ته یی هغوی ته کوې همداسی تاسو ته وایی. دا د حل لار نده. ماته دواړه یو شان یاسی یو د امریکی غلام بل د پنجابیانو. بهتره غلام هغه ده په تاسو دواړو کی چی د امریکی غلامی کوی ځکه چی امریکا خو بیا یو قدرت دی نسبت په پاکستان. خو الله دی تاسی دواړه لدی غلامی څخه خلاص کړی او الله… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه نه د طالب طرفدار وم او نه یم او نه به یم خو:
ټول ضعیف بدن او احساس می د هغه چا په وړاندی د کرکی او نفرت په طوفانی څپو کی طوفانی سی کوم چي پدې عقیده وی چي ګواکی د سپټمبر د یوولسمی په فاجعه کی د القاعده ه د مزدوری او بدنامه ډلی یا طالب لاسونه ښکیل وه
امّا د پنځه زره څلور سوه تابوتانو په هکله:
هغه څوک چي چارزانو یا پر ګونډود قمار د سې خر بِجِلی شپېلوی نو د کُناټیانو د سپېره کېدو یا څنګَلو د شوړېدو مسئولیت ئې پر خپله غاړه دی.

۴۰۰۵

مجاهد
میلمه
مجاهد

غلام حضرت صاحب ته : فطری بدمرغه ( لکه ابلیس چه د ملایکو تر استاذی یی د سپیڅلتیا مقام لوړ شوی وو ) د حرص له امله کله هم د ادم ع د خلافت د مقام لوړوالی نه شی زغملای کوم حرص ؟ ابلیس په خپل لرلی مقام قناعت ونه کړو د زمکی دخلافت د مقام تر لاسه کولو د پاره یی د ادم ع سره تر دی کچی کرکه اودشمنی وزیږول شوه چه له امله یی له الهی امر سرغړونه وکړه چه له امله یی ملعون او دایمی جهنم یی په برخه شو. مګر دغه غوښتنه یی د الهی… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

ما له ډیرو امریکایانو څخه د سپتمبر یولسمی په رابط پوښتنی کړی. هغوی هم حیران دی او ټول پدی باور لری چی هغه کار خپله امریکایانو کړی. هیڅ امکان نلری چی طالب یا القاعده دی د دی توان ولری چی تر هغه ځایه پلان شده کار تر سره کړی. ما امریکی کی دوه کاله تیر کړل. انګلیسی می له پخوانه زده وه ډیر کوشش وکړه چی تر یوه ځایه ځان ورسوم ځو هیڅ امکان نلری چی بیا یو سړی باوجود د ماستری او لوړو زده کړو ځان د حکومت په چوکاټ کی عیار کړی. لوړ پوستونه امریکایان چا ته نه… نور لوستل »

هوتک
میلمه
هوتک

دجنرال دوستم او محب تر مینځ په خبرو کې توپیر دادی چې دوستم په افغانستان کی مړه شوي امریکایان شهیدان بللی او محب شهیدان نه دي بللی دواړو دامریکایانو د ګټو په خاطر ژمنه ښودلې. امریکایان وه چې په افغانستان کې یې اسلامی نظام و نړاوه د ځینو لپاره د غیرت پلور غونډه (بن) یې جوړه او ترسره کړه چې بیاترې شته حکومت تولد شو ښه تره خبر یاست چې لوی اکثریت افغانانو د دغې غونډې پایلې هغه مهال هم رد کړې. متقابلین معلوم دي او د اوسنی جګړې ابعاد هم په بهرنیو ابعادو کې له امریکایانو سره په مذاکراتو… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

بیانزی صاحب! سواد د یوه عربی کلمه ده، د سود ( تور) تفاعلی بڼه ده یعنی تورېده یا تورول، پر سپین کاغذ یا پوست یا پاڼی باندی د تور څیز یا قلم لیکلو ته سواد ویل کیږی بناً د لیکلو توان ته سواد ویل کیږی او څوک چي د لیکلو توان ( په کومه ژبه کی) ولری نو په همهغه ژبه کی د لوستلو توان او استعداد هم لری. دا هم ممکنه ده چي یو څوک لوستل کولای شی خو د لیکلو ډېر یا هیڅ توان او استعداد ونلری خو دا نا ممکنه ده چي یو څوک لیکل وکولای شی… نور لوستل »