امرالله صالح

امریکا د اشرف غني استازي «امرالله صالح» ته ویزه ور نه کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح ته ویزه نه ده ورکړې تر څو دملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره نیویارک او واشنګټن ته سفر وکړي.

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د وروستیو ۱۶ ورځنیو مذاکراتو وروسته د اشرف غني اداره هڅه کوي چې امریکایان په افغانستان کې پاتې کیدو ته وهڅوي.

ښکاري په همدې موخه اشرف غني غوښتل د حمد الله محب سره خپل لومړی مرستیال امرالله صالح هم ملګری کړي، تر څو هلته په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو او موثرو شخصیتونو سره ووینې او همداسي په فکري مرکزونو کې د ویناو او امریکايي تلویزونو سره د مرکو له لاري ذهنیتونه جوړ کړي.

خو امریکا امر الله صالح ته د نامعلومو وجوهاتو پر اساس د ویزې ورکولو څخه ډډه کړې.

امرالله صالح چې تمه کېده امریکا ته به سفر وکړي، د «هډسن» په نامه څیړنیز مرکز دعوت ورکړی وو چې د حمدالله محب تر څنګ دي د امریکا او افغانستان تر منځ پر راتلونکو اړیکو وغږیږي.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسن حقاني د ناستې په پیل کې وویل چې امر الله صالح وعده راسره کړې وه خو وه یې نه کړای شو چې د سفري مشکلاتو له لوري امریکا ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده حمدالله محب وړمه ورځ د امریکا د سخت دریځو «جمهوري ګوند» اړوند تلویزون «فاکس نیوز» سره هم مرکه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې امریکا دي په افغانستان کې خپل قربانیان نه هیروي او دده په اصطلاح د «تروریستانو» سره دي جوړجاړی نه کوي.

نوموړی تېره شپه د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني سره په ناسته کې هم ټینګار وکړ چې امریکا دي د افغانستان څخه عسکر په چټکی او طالبانو سره د جوړ جاړي په صورت کې نه باسي، بلکې د افغان حکومت سره دي په مسؤولانه ډول چلند وکړي.

نوموړي همداراز وویل چې مونږ امریکا ته مختلف پیشنهادونه راوړي دي چې په واشنګټن کې به یې د چارواکو سره د لیدلو پر مهال وړاندي کړو.

محب وویل که امریکا د مصارفو له وجې عسکر باسي، نو مونږ داسي وړاندیزونه لرو چې له مخې يې د دوی کلنی مصرف د شاوخوا ۴۶ ملیاردو ډالرو څخه یوازي ۶ ملیارده ته را کښته کولای سو.

د حمدالله محب او حسین حقاني تر منځ د ناستې بشپړ جریان په لاندي ویډیو کې کتلای شئ: (د ۱۸مې دقیقې څخه پيلیږي).

https://www.ustream.tv/channel/3625362

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا به عجيبه خوندوره وى چى ودى غلامانوته نور هيوادونه ويزى ور نكرى او د طالبنو رحم و كرم او محاسبى ته يى پريژدى.