
ملا برادر: هيڅوک دې له اينده افغانستان څخه ويره نه لري «ويډيو»
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر او د شيخ الحديث هبة الله اخندزاده سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي دي چې له راتلونکي افغانستان څخه دې هيڅوک ويره نه لري او دا هيواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی.
نوموړي د طالبانو له رسمي ويب پاڼې (الاماره) سره په لومړنۍ ځانګړې مرکه کې ويلي دي چې له راتلونکي افغانستان څخه دې هيڅوک ويره نه لري او له افغانستان څخه به د سيمې هيوادونو او نړۍ ته هيڅ خطر نه پيښيږي.
ملا برادر په دې مرکه کې د قطر د وروستۍ ناستې په اړه ويلي دي چې مذاکرت ښه وو او له امريکانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی او تمه يې څرګنده کړې ده چې په راتلونکې کې به نورو پرمختګونو ته هم لاره هواره شي او په افغانستان کې به سوله، اسلامي نظامي او د افغانانو ترمنځ د ورورلۍ فضاء رامنځته شي.
نوموړي ويلي دي چې له امريکايانو سره په مذاکراتو کې له خپل دريځ او موقف څخه نه دي په شا شوي او تر اوسه په خپلو پخوانيو دريځونو ټينګ پاتې دي.
هغه افغانانو ته ډاډ ورکړی دی چې د خپل راتلونکې په اړه هيڅ تشويش ونه لري او له طالبانو سره د تبعيض او غچ اخيستنې فکر نشته او په ټولو به رحم وشي او زياته کړې يې ده هغه څوک چې له طالبانو سره تفاهم وکړي، غدر او دښمني ونه کړي نو دوی به يې د خپلو ورونو په څېر وګڼي.
ملا برادر له امريکايانو سره د طالبانو د مذاکراتي ټيم په اړه وويل چې په ياد ټيم پوره باور لري او ټول غړي يې علماء دي، قوي او باتجربه خلک دي.
ښاغلي برادر په دې مرکه کې ويلي دي چې دوی له بل هر چا د هيواد د علمي، ملي او جهادي شخصيتونو په قدر ښه پوهيږي او له دوی سره به ښه چلند کيږي.
هغه له ګاونډيو او نړيوالو سره د اړيکو په اړه ويلي دي چې غواړي له ګاونډيو، د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره د ښې اړيکې ولري او هيچا ته د زيان رسولو اراده نه لري او نه يې تر دې وړاندې هم چاته زيان رسولی دی.
ملا عبدالغني برادر په طالبانو غږ کړی دی چې تکبر او غرور ونه کړي، د وروستيو پرمختګونو په اړه د الله تعالی شکر اداء کړي او د ولس مشران خپل پلرونه، همزولي ورونه او کشران د خپلو بچيانو په څېر وګڼي.
د نوموړي خبرې دلته اورېدلی شئ.
دې ته وايي زړه سواند، مخلص او ريښتنی افغان مشر،،، خدای ﷻ دې اوږد عمر ورکړي.
د ملابرادر خبرې د هغوی له پاک زړه څخه پورته شوې دي ځکه خو پر زړونو کښېني او له خورا مثبت تاثير څخه برخمنې دي
په دې هيله چې ټول افغانان د طالبانو کرامو تر رشيد قيادت لاندې د خپلواک او سوکاله افغانستان څښتنان واوسو،، داسې افغانستان چې د عدالت او عام و تام امنيت په تامين سره د يوه ډز شاهد هم ونه اوسي ان شاءالله تعالی
د ديرو افغانانو تشويشونه او وسوسى به ليرى شوى وى او د مغرضو او شيطان صفتو خولى به يى ور بندى كرى وى.
الحمدلله ثم الحمدلله چى پخپل هيواد كى د رسول الله(ص) وارثين لرو.
الله تعالى(ج) مو بريالى لره، كه همداسى اوسى چى ياست تل تر تله به بريالى ياست ان شاءالله
برادر داسی فکر کوی چی کوندی فاتح د جنګ دی. د کابل حکومت سره څه کوی هغوی سره هم دومره قوت شته چی تر یو څو کلو نور جنګ وکړی. دوی هم افغانان دی دومره به بیغیرته نوی چی خپله سلاح مفته طالبانو ته پریږدی. منظم فوج دی ډیره به بده وی که دا فوځ لکه مجاهدینو چی اردو ړنګه کړه هغسی ړنګه شی. ملا باید د دغو څو کلو لاسته راوړنی لپاره هم یو څه ویلی وای د ترقی او تعلیم په باره کی یی هم باید یو څو خبری کړی وای. په هر صورت له نورو طالبانو څخه… نور لوستل »
لاونګ صاحب
تاسو هغه خلک ياست چې د ملابرادر اخوند له زنداني کېدو وروسته مو د هغه تذکيه کول چې په طالبانو کې همدا يو د ريښتينې سولې غوښتونکی وو ځکه خو زندان ته واچول شو
نن هماغه زنداني يوسف ثاني د طالبانو سياسي مشرتابه ته خدای ﷻ وساته او دا دی د سولې په مذاکراتو کې مخ په وړاندې کوټلي ګامونه اخلي.
تاسو منافقين نه پوهيژم څه مرض لری چې د رجالو تاييد او اطاعت ته مو ملا ماته او تخريب يې کوی!!
په دې هيله چې له منافقته عندالله توبه وباسی !! او پاته عمر سرلوړی تير کړي،،،
مشره له غلامانودسرلوړۍ تمه مه کوه خوچي ژوندي یې پریږدي دملاکاکا احسان به وي
داوس لپاره خویی یوازې داخبرې ددې لپاره وکړې چي ځینې خلک لېنګي ونه لړي ځکه ښه سابقه نه لري نورې خبرې به بیاوروسته کوي دایی بنسټ ګرده له طاابانوسره یې هیڅ فرق نشته
You are a real and true BERADER (brother) and you are calm, you are motivated, you are in peace, you had a mission, you love humans, you are a leader and a kind teacher like Prophet Mohammad PBUH and overall you are positive and successful. Now I know that is why you are the winner.
ډېرې ښې خبرې دي او خدای(ج) دې وکړي چې په رښتیا عملي شي. د یوه کار سپارل د هغه اهل ته، دا لوی خدای امر دی. داسي باید ونشي چه هر څه ملایانو ته حواله شي. مونږ په ګران هېواد کې ډېر په هېواد مین پوه او رښتني مسلمانان لرو چې انشاالله د هېواد چارې به په پوره ایمان دارۍ سره تر سره کړي. بله خبره داده چې دا څه معنی لري چې ملا برادر نشي کولای نیغ په نیغه لکه نر په ویډیو کې را څرګند شي چې خلک یې وویني. دا خو کومه ناوې نه ده چې شرمېږي.… نور لوستل »
هارون صاحب.
په ویدیو او په تیلویزیون کی ځکه ځانونه نه ښکاره کوی،چه که راتلونکی وخت کی دوی تر تعقیب لاندی راغلل نو په اسانه سره ځانونه پټولی شی.
اوس هه دوی تر تعقیب لاندی دی،ځانونه به ساتی،
سلامونه.
د ملا صاحب برادر خبره صحیح ده.طالیبانو.امریکایانو.پاکستانیانو،روسانو،ایرانیانو افغانستان څلویښت کاله داسی وټکوه
…چه هیڅ څوک د اینده کی له افغانستان څخه ویره ونه کړی،ځکه چه تکه تکه او په نس هم موړ نه دی ،نو نورو ته به څه تاوان ورسوی؟کور په کور سره په کی شوی ده،
الحمدلله ڈيري شايسته خبري وي نور نوچاته تشوش ندي پكاردي ديواباد افغانستان پہ هيله
السلام علیکم و رحمت اله و برکاته، د محترم ملا برادر عبدالغنی صاب خبرې ډیرې خوژې ولګېدې ، ما شآء الله د پوښتنې وړ زما په نظر دا دي: – دی چې وايي ” زموژ له خاورې پخوا پر هیڅ کوم ملک تجاوز یا زیاتی یا بد روابط نه دي سوي، رشتیا وايي ؛ خو اوس امریکایان بیا چیشته ټینګار کوي چې بیا به له افغانستانه کومه طیاره نیویارک نه بمباردوي؟ “؛ دزد سر خود پر داره!؛ او ولې ېې دا درواغجنه پیښه د اجندا سر ته راوستې ؛ آیا دا له اوربند؛ افغاني تفاهم یعنې د اشرف غني له… نور لوستل »
د افغانی نومو لاندی د اشغلګرو یو څو وایروسونه د نن ټکی او ټولو هغو پاڼو کی ناولتیا خپروی ، حقایق پټوی د طالبانو قربانی او جهادی کړنی کمرنګه او کم خونده کوی تر څو دوی ته د ډآلرو بهیر جاری او اشغلګر خپلو استعماری اهدافو او د مظلوم اولس استثمارولو ته ورسیږی مونږ ډیر نیکمرغه یو چه د طالب مجاهدینو په شان مشران او کشران الله ج مونږ ته ډالۍ کړی مونږ یی قربانی ستایو او نمانځنه یی کوو الله ج دی ورته اجرونه ورکړی او هم دی د دی ژوند ارمانونه ( چه د الهی نظام پیاده کول… نور لوستل »
ملابرادر اخند ویدیوپیغام دهېوادوالو لپاره نیک اوپه زړه پوری خبرؤ په اسلامی لحاظ دنړی ټول مسلمه امت اوبین الملی سطحه نړیوالو ته ډاډؤ بل لورته مذهبی اوسیاسی کچه په هېواد دننه او بهرهرخلکو لپاره دتسقین حاصلولو سبب ورګرځېده پیغان ډیر لنډمفهوم یی ډیر جامع ؤدطالب نورولوړپو چارواکو څخه هیله کوچې دوی هم خپله دید لوری پراخ اوپه مطبوعاتی کچه محتاط واوسی ځکه مطبوعات باریکیوته ډیر متوجه وی لکه دستانکزی صاحب بیان ته چې مطبوعاتو بله تعبیر ځنی وکړو چې دامارت پلاوی مشروویل چې اردو به له منځ وړو مونږته دمنلو وړندی هغه امریکی تربیه کړی دی امنیتی ارګانونه دیوه سستم… نور لوستل »
ښاغلۍ غمئ-پښتین صاحب ، ملابرادر اخند دیوه فاشسټی زندان ۸-۹کاله بند تیر کړیدی.زما په فکر دده او دده دحلقی دیارانو عزم ،میړانه او غښتلوالۍ بی ساری دی. دوی دچا څخه ویره او ډار اصلأ پیژنی هم نه.شرم و حیا یی دعمده اخلاقی مشخصاتو څخه دی.داد کندهار د نامیانو یوه کلاسیکه عنعنه ده چی د خود نمائی څخه په کلکه ډډه کوی. هیله لرم چی ستاسو سؤ تفاهم به د ملا برادر اخند د کامرو په مخ کی دنه ظاهیریدو په هکله تر یو حده رفع سوی وې.
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته هموطنان گرامی ما استقلال آزادی شرافتمندانه و صلح عادلانه میخواهیم نه غلامانه! ما حاکمیت نظام اسلامی شریعت را می خواهانیم نه نوکر نوکر شدن به بیگانه!! و فرق بین دولت دست نشانده و دولت مستقل مردمی باید باشد تجارب گذشته نشان میدهد که فیصله های پشت پرده و ملت را دور از حقیقت بی خبر نگاه داشتن نتایج مثبت نداشت آزادی امنیت و رفا وقتی می شود که ملت اگاهانه سرنوشت خود شان را خود تعین کند احترامانه از رهبریت طالبان تقاضا میشود که با درس عبرت از گذشته این بار ملت را… نور لوستل »
مهمندصاحب، طالبان به بارها بارها اعلان کرده، گفته وميگويند که يکبار به امريکا به صلح برسيم وانهارا از ملک خود مرخص کنيم، بعداً به همه افغانها در مذاکرات ميشويم ويک حکومت اسلامي بين ال افغاني را جور ميکنيم وانحصاري دولت را نميخواهيم. پس اگر شما ويا کسي ديگري اين گپ ونظر را نمي خواهين که بيفهمين، پس اين مشکل شما است. وبه ادرس شماگفته ميشود که بايد وضيعت سالهاي هشتاد هم تکرار نشود وهمچنان از شما محترم هم خواهيش ميشود که در مورد صلح به اين وان بهانه چوبک نزنين که به خير ملت نيست. کاروان
که طالبان په خپل فکر او تدبیر راشی هر افغان یی هرکلی او ملګرتیا یی کوی ، اقتصاد دی نه وی نهری به تیره کړو سخته به تیره کړو بغیر دتنخوا به کار کوو دخپل وطن دښیرازئ لپاره که دپاکستئ په خوښه او دپاکستئ دپلانونو دعملی کولو لپاره راځی لکه چی عمرانخان لعنت الله علیه چی تیره ورځ یادونه وکړه بیا به هم دطالب او پاکستان خلاف جهاد کوو . انشاءالله العزیز
كه سل په سلو كى هم پخپل فكر راسى او اسلامى نظام هم پلى كرى بيا به هم تاسوته پاكستى معلوميژى .
پخوا مو هم كوم وخت د طالب او پاكستانى پر ضد جهاد كرى و چى بيايى وكرى ؟