بلخ ته د حالاتو د کنټرول لپاره ځانګړي ځواکونه رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): بلخ کې د نوي امنیه قومندان د معرفي پر سر د حکومت او د دې ولایت د پخواني واکمن عطامحمد نور تر منځ یو ځل بیا ناندرۍ را پورته شوې، چې ان بشپړ ښار تړل شوی دی.

حکومت دې ولایت ته د عبدالرقیب مبارز په نوم یو تن د نوي امنیه قومندان په توګه معرفي کړی، خو هلته شته امنیه قومندان اکرم سامع او پخپله عطامحمد نور يې ټینګ مخالفت کړی دی.

تېره ورځ عطامحمد نور پر مزار ښاروالو غږ وکړ، چې ارګ دلته د نا امنۍ نیت لري، نو ښه ده چې دوکانونه وتړي او کارونو ته را نه‌شي.

په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وايي، د حالاتو د کابو کولو لپاره يې ځانګړي ځواکونه لېږلي او هڅه کوي چې نوی امنیه قومندان معرفي کړي.

د پولیسو د ۸۸۸ قطعې ځانګړي ځواکونه مزار ښار کې تیارسئ ولاړ دي او هڅه کېږي چې د اشرف غني امر پر زور تطبیق شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال خوشال سادات وايي، نوی امنیه قوندان يې د ۳۳۳ کومانډو ځانګړې قطعې د ټوپک تر شپېلیو لاندې ور روان کړی دی، غواړي معرفي يې کړي، خو پخوانی امنیه قومندان کلک مخالفت کوي.

دا په داسې حال کې دی چې عطامحمد نور هم پرلپسې څو میاشتې د اشرف غني امر ځنډنی کړ او د یو جوړ جاړي له مخې له دندې لري او په خوښه يې پر ځای محمد اسحاق رهګذر وګمارل شو.

تازه د نوي امنیه قومندان د معرفۍ په اړه هم د عطامحمد نور د مخالفت ټکی همدا دی چې نوموړی يې د «بلخ او حکومت» د جوړې خلاف بولي.

همدا شېبه په همدې موخه د حکومت او عطامحمد نور خبرې ناکامې شوې او ځايي سرچینې وايي، چې د امنیه قومندانۍ شاوخوا د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د