ارشیف

طالبان: امریکا د بشري سرغړونکو سرلارې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د بشري حقونو د خپاره کړي راپور په غبرګون کې ویلي، چې د نړۍ په سطحه امریکا پخپله د بشري سرغړوونکو سرلاری هېواد دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت حکومت، طالبان او ځينې نور وسله‌وال د ملکي وګړو پر قصدي وژنه تورن کړي، چې د یوناما د خپاره کړي راپور پر اساس يې شاوخوا د ۶۵ سلنې ملامتۍ ګوته طالبانو ته نیولې ده.

د دې تر څنګ دې راپور کې چې تېره شپه خپور شو، راغلي، حکومت ملکي تلفات پټوي، خو په زندانونو کې د ځورونو اسناد يې د دوی ګوتو ته ورغلي او له زندانیانو سره ترسره شویو مرکو ثابته کړې چې زور زیاتی ورسره کېږي.

طالبانو له خپله اړخه د ملکي تلفاتو قصدې پېښې چورلټ رد کړې او امریکايي پوځیان يې د قصدي وژنو اصلي عاملین بللي دي.

«امریکا یو اشغالګر هیواد دی چې په بشري جنایاتو کې مخامخ لاس لري، یواځې د تیر کال په اوږدو کې يې په خپل اعتراف په افغان مظلوم اولس له ۷۰۰۰ څخه زیات بمونه اورولي چې اکثره قربانیان يې ولسي خلک، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان دي.»

طالبانو پر امریکا غږ کړی چې د بشري حقونو د ساتنې په موخه دي د خپلو جنایت‌کارانو جنرالانو لاس ونیسي.

«د افغانستان اشغال او پوره اتلس کاله د افغانانو کړول، تر دوه لکو ډير افغانان په شهادت رسول، زنداني کول او ربړول، هغه بیلګې دي چې ثابتوي امریکا د بشر د حقوقو د ناقضینو د لست په سر کې قرار لري.»

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هوايي برید نږدې اتلسو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واړوله، چې د قربانیانو جسدونه د ولایت مرکز ته هم په اعتراضي ډول راوړل شول.

طالبانو امریکا ته ور یاده کړې چې د دوی عسکر او روزل شوي افغان ملګري يې «د افغانانو په کورونو ظالمانه چاپې وهي، د خلکو شخصي مالونه لوټي، دروازې ماتوي او بیا کورونه پسې بمباروي، کلینیکونه، مساجد، مدارس، بازارونه او عامه کښت ځایونه له منځه وړي چې افغان اولس يې هره ورځ د بشري او جنګي جنایاتو شاهد دی.»

طالبان پخپلو لیکو کې د ملکي تلفاو د مخنیوي د هڅو لپاره ځانګړی کمېسیون لري، چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا د ملکي تلفاتو په پېښو کې يې خپل ملګري هم محاکمه کړي دي.

هغه له یوه کورني تلویزون سره په وروستۍ مرکه کې وویل، د دوی د سرتېرو له لوري که په کومه پېښه کې سهواً ملکي تلفات اوښتي وي، دوی بښنه غوښتې او زیانمن شویو ته تسلۍ ته ورغلي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

امریکاانشاءالله مخ پرشکست ده طالبان بایدله چین اوایران اونوروملکوڅخه داصلحی کومک وغواړی اوس ټوله دنیاپه دی پوهیږی چه امریکا بشری جنایت کاران دی دهیڅ چاپه نفع نده.په احترام عبدالواحداڅګزۍ