افغانستان

تعقیب؛ نور وايي ارګ پر بلخ حمله کړې، دفاع يې پکار ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): بلخ کې حکومت هڅه کوي چې نوی معرفي شوی امنیه قومندان د کومانډو عسکرو په بدرګه تر قومندانۍ ورسوي، خو د امنیه قومندانۍ پولیس يې پر وړاندې ولاړ دي.

ځايي سرچینې وايي چې ښار کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي، کومانډو او د پولیسو ځانګړې قطعه هڅه کوي چې نوی قومندان عبدالرقیب مبارز د قومندانۍ په ودانۍ ننباسي، خو د پخواني قومندان تر لاس لاندې ځواکونه ورسره په جګړه دي.

د کورنیو چارو وزارت هم د جګړې پخلی کړی او د دې وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ويلي، چې تر اوسه یو پولیس وژل شوی او په وینا يې ۲۵ تنه يې ژوندي نیولي، چې دوی يې «غیر مسؤل وسله‌وال» بولي.

عطا محمد نور څو دقیقې وړاندې پر خپله فیسبوک‌پاڼه پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې ارګ پر بلخ حمله کړې او په وینا يې نر او ښځې باید دفاع ته را ودانګي.

که څه هم تازه د کورنیو چارو وزارت ویلي چې توانېدلي چې قومنداني تر ګوتو کړي، خو تر غرمې وړاندې هم د دې وزارت چارواکو د کرارۍ خبر ورکړ او ویل يې ډېر ژر به نوی قومندان په ځانګړو مراسمو کې معرفي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دغه هم دامریکا ستراتیژی ده چه په ملک کی دننه ولایتونه اوژبنی اختلاپونوته لاره جوړوی مسلمانان سره وروڼه دی ژبه اوولایتی اختلاف دملک اوملت بربادی ده ټول افغانان باید دملحدینوپرمقابل یوسی امریکایی اشغالګر اوغلامان یی دملکه وشړل سی اوس هرمسلمان ته معلومیږی چه بیګانه زموږدښمنان دی موږپرغلطه روان وو،دامریکااودانګریزانویوه پالسی ده وګورۍ هندیی پرڅوټوټووویشۍ اوس هم دکامنویلټ ترنامه لاندی هغه پخوانۍ مستعمری دوی دځان دپاره استعمالوی اوټول قوانین اوحکومتونه یی ددوی تابع دی دپاکستان ټوله غلاسوی سرمایه په لندن کی پرته ده اوغله یی هلته ناست دی څوک یی محاکمی ته راوستلای سی په نوازشریف ورورپسادوکۍ اودناجوړۍ په پلمه خپلی… نور لوستل »

جميل

هغه احمقان چى وايى طالبان ولى د غلام دولت سره خبرى نه كوى اوس به پوه شوى وى چى ولى له بيواكه غلام سره واكمن طالبان خبرى نه كوى ، هغه طالبان چى په يوه فرمان خپل ١٧ واليان تبديلوى خو د يوه والى آه هم نه پورته كيژى ، و ديته وايى د امير اطاعت.

هارون

د بلخ خلکو خطا چور ته وویل چې: ټرت!!!!!!! نور د خطا چور دوران تېر شو

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x