افغانستان

اتمر: د مزار د جګړې مسؤل هغوی دي چې ځواکونه يې لېږلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا پخوانی سلاکار او راتلونکو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر وايي، د بلخ په روانه ناندرۍ کې عطامحمد نور هیڅ ملامتي نه لري، بلکې حکومت غلط ګامونه پورته کړي.

هغه څو شېبې وړاندې کابل کې خبري کنفرانس کې وویل، حکومت شرموونکې چارې ترسره کوي او دولتي ځواکونه پخپل منځ کې سره جنګوي.

اتمر د ټاکنو په تړاو هم وویل، هیله نه لري چې راتلونکې ټاکنې د دې حکومت تر چتر لاندې شفافې ترسره شي.

هغه د بلخ د روان وضعیت په اړه هم حکومت ملامت کړ، په وینا يې «چې حکومت قومندان بدلوي، خو د قانون او تفاهم له مخې دې يې بدل کړي، دې ته څه ضرورت چې قواوې له بهره ور لېږئ؟»

د اتمر په وینا نور پر چا برید نه دی کړی «او نه هم قواوې لري، پر هغه قواوې ورغلې، هغه درېدلی چې قوه مه استعمالوه، تفاهم پکار دی، د قوې ضرورت څه دی، نو د نور صاحب ګناه څه ده؟»

اتمر چې د سولې او اعتدال په نوم ټاکنیز ټیم لري، وايي حکومت غواړي ملګري يې حذف کړي، خو ټینګار يې وکړ چې د جوزا له لومړۍ وروسته ورته دا حکومت کوم مشروعیت نه لري.

بلخ کې د نوي امنیه قومندان د معرفۍ پر سر مخالفت له تېرې ورځې راهیسې دوام درلود، چې نن خبرو اترو کومه پایله ور نه کړه، حکومت او عطامحمد نور خپلو پلویانو ته د جګړې امر وکړ.

څو شېبې وړاندې نوی امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په زور وتوانېد، چې امنیه قومندانۍ ته ننوځي، پلویانو يې د امنیت امر عبدالرزاق قادري، د شاهراه قومندان محمد اصف او د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد نیولي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

څو ورځې مخکې همدا اتمر او نور داسې وو سره لکه چاړه او غوښه. داسې بد او رد پاتې نشول چې په یو او بل پسې یې و نه وایي خو اوس یې نا مقدسه اتحاد کړی، نو باید د یو بل څخه ننګه وکړي. خو وايي: کوږ بار منزل ته نه رسېږي.

غمی.پښتین

هارون صاحب.
څو ورځی ورسته ګوره همدا ملا برادر او اشرف غنی به د ورڼو په شان شی،دا سیاست دی .په دا خبرو پسی مه ګرځه،
هره پوښتنه چه د افغانستان سیاست کی درته پیدا کیږی،نو دا څلویښت کلن تاریخ لوله خپله به ځواب پیدا کوی،
د پیسو قدرت په خاطر یوه ورځ سره دښمن بله ورځ لکه ورڼه،ټوله د شنکی ډالر خبره ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close