د امریکا سفیر: زموږ تجهيزات د شخصي چارو لپاره کارول د امریکا توهين دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفير جان بس ويلي، چې د امریکا له لوري ورکړل شوي تجهيزات په شخصي چارو کې لگول د امریکا توهین دی او افغان چارواکي بايد له دې کاره لاس واخلي.

جان بس په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې «د امریکا د خلکو له لوري ورکړل شوې مرستې په خپلو شخصي کارونو کې لگول په افغانستان کې زموږ د وژل شوو اتلانو توهين دی.»

د امريکا سفير زياته کړې، چې شخصي گټې پر ملي گټو مخکې گڼل د امریکايي عسکرو د قربانيو توهين دی او د هغې موخې پر وړاندې خنډ گرځېدلی شي، چې د کومې موخې لپاره د امریکا پوځيانو قربانۍ ورکړي دي.

جانس ويلي، چې د دوی د پوځيانو د قربانۍ موخه «په افغانستان کې سوله ده.»

تر اوسه نه ده روښانه، چې امريکايي سفیر دا څرگندونې په کوم تړاو کړي دي.

خو په ظاهره داسې  ښکاري، چې نوموړي دا څرگندونې د گډ حکومت د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب د  هغو څرگندونو په غبرگون کې کړي، چې تېره ورځ يې د امریکا فاکس نيوز سره په مرکه د  امریکايي پوځيانو په پاتې کېدو ټينگار کړی و او زياته کړې  يې وه، چې د امریکايي پوځيانو له وژونکو طالبانو سره سوله د امریکا لپاره د شرم خبره ده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

جان بس خانه !

تاسو ايله اوس په خپل حماقت وپوهيدی چې يوې ډلې اوباشو خلکو دلته را په مخه کړی، ويې لوشلي او په طالبانو يې تکه تکه کړی او افغانستان يې هم درباندې لوټه لوټه کړ،،، اوس ستاسو کوربانه اوباشان چې ستاسو په ډالرو يې ځانونه بړسولي دي ډری هم درباندې وهي.

په دې هيله چې د اوباشو جنايتکارانو لابيگران مو بيا ځل خطا نباسي.

أور تور
میلمه
أور تور

ډیر اعلي غور بندی صاحب !!!

جميل
میلمه
جميل

جان باسه ! ته ملی اتل پيژنی او که دی اوريدلی ، که دی اوريدلی هم وی غلط دی اوريدلی ، ملی اتل وديته نه وايی چی د پنځوسو زورورو سره پر يوه بيوزله او بيوسه يرغل راوړی ، و ئی وژنی ، بنديان او مهاجر يی کړی ، توهين يی کړی ، قرآنکريم د دوی مبارک کتاب ته په وار وار ضړ ورسوې، پر وژل شويو بولی وکړی ، د بيوسو و کوروته پر وړو ، زړو او ښځو په وحشت ورشی او وحشت خپور کړی، …………ډيری داسی اتلولی يی کړيدی ستاسو اتلانو . خبر يی چی ستاسی ژوندی… نور لوستل »