له څو ساعته شخړې وروسته د بلخ نوی امنيه قومندان معرفي شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د کورنيو چارو وزارت ويلي، د بلخ لپاره د ولسمشر اشرف غني له لوري ټاکل شوی امنيه قومندان جنرال عبدالرقيب مبارز له څو ساعته نښتې وروسته نن ماښام خپل کار ته معرفي شو.

د  بلخ ګوښه شوي والي عطاء محمد نور او پخوانی امنیه قومندان اکرم سامع د جنرال مبارز له ټاکلو  سره مخالفت اعلان کړی و.

نن سهار د عطاء نور ملېشو د مزار شريف ښار بند کړی و او د اشرف غني له لوري د نوي ټاکل شوي امنيه قومندان د معرفي کېدو پر وړاندې يې د مبارزې هوډ کړی و.

د کورنيو چارو وزارت د عطاء نور د ملېشو د ځپلو په موخه مزارشريف ته ځانګړي ځواکونه لېږلي او د يو شمېر غیر  مسؤولو وسله‌ والو د نيولو خبر يې ورکړی دی.

له څو ساعته نښتو او دوه اړخيزو ډزو وروسته په مزارشریف کې وضعيت کنټرول شوی او جنرال عبدالرقيب مبارز خپلې دندې ته معرفي شو.

جنرال مبارز وويل، چې  امنيتي ځواکونو د ولسمشر امر پر ځای کولو لپاره اغېزناکه مبارزه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د خلکو امنيت او خونديتوب يې لومړيتوب دی او خبرداری يې ورکړی، چې د نظام او مرکزي حکومت ټول مخالفين به له منځه يوسي.

عطاء نور نن ورځ ويلي و، چې اشرف غني پر بلخ بريد  کړی او زياته کړې يې وه، چې د خپل وسله وال نفوذ له لارې به د اشرف غني د تېري مخنيوي وکړي، خو د نښتې له پای ته رسېدو او د نوي امنيه قومندان له معرفي کېدو وروسته يې څه نه دي ويلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

کله کله سړی حيران شی چی دا عجيبه ملک دی ، ډيری شيان يی له نوری نړی څخه جلا دی ، که يی غلامی ، سرکښی او بدی ته وګوری وايی به چی دا څومره بد خلګ دی چی پر ټولو بديو سربيره پخپله هم يوبل سره خوری . خو، الحمدلله ثم الحمدلله د الله(ج) په پيرزوينی سره داسی پر الله(ج) مين ، مخلص او غيترتی مجاهدين هم لرو چی په نوره نړی کی يی مثل نشته . دا جګړه او امتحان دی د باطل او د حق ، زمونږ ميړنی خاوره يی ميدان دی ، داهم منو چی حق… نور لوستل »