جلال اباد ښار کې درې پرله پسې چاودنې وشوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې درې پرله پسې چاودنې شوې دي چې په نتيجه کې يې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی وایي چې لومړۍ چاودنه د جلال ابا دښار په لومړۍ ناحيه کې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه د يو ماين له کشفېدو وروسته رامنځته شوه او کشف شوي ماين ته امنيتي ځواکونو چاودنه ورکړه.

نوموړی زياتوي چې دوهم ماين هم يادې سيمې په يوې څلور لارې کې په ګلدانۍ کې ځای په ځای شوی و چې وچاودېده.

خوږياڼی وايي چې دريمه چاودنه هم په یاده سيمه کې په يو ريکشا کې د ځای په ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده چې په کې درې تنه ټپيان شوی دي.

د ننګرهار په ښار کې درې واړه چاودنو کې شپږ تنه ټپيان شوي دي او ځينې سرچينې وايي چې په ټپيانو کې يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه ددې چاودنو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د