ډالۍ!: فيض ځلاند

فيض ځلاند

دومره یې یاد کړمه چې اوس مې هیرولی نه شي
غږ یمه شور یمه په ځان کې مې ساتلی نه شي

چیرته چې وګوري بس زه ورته ښکاریږمه ډېر
زه لا یواځي یم خو بیا مې هم شمیرلی نه شي

زه ګرمه غېږه په سړه شپه کې له مینې ډکه
را نژدي کیږي خو په ځان کې مې نغاړلی نه شي

موږه یو بل ته مخامخ یو لکه سیوری رڼا
یو چې روان شي بل له لاسه را نیولی نه شي

ځلانده زه لکه پښتون داسې په خوب کې یمه
زه چې ویده شمه بیا څوک ما ویښولی نه شي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د