د «Bette Dam» تحقیقي أثر ریښتیا افسانه دی؟!

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

له كله چې د مارچ په لسمه د طالبانو د تأسیسي مشر ملا محمد عمر (مجاهد) د ژوند په اړه د هالنډۍ مشهورې تحقیقاتي لیکوالې او ژورنالیستې بیټی دم (Bette Dam) د کتاب خپر خپور شوی ورسره د کابل حکومت د استخباراتي چارواکو غالمغال هم پورته شوی دی.

لیکوال او سياسي شنونکی عبدالرحیم (ثاقب)

غالمغال یې ځکه پورته شوی چې د یاد خبر له نشره سره همزمان د ګارډین په شمول ټولو مشهورو نړیوالو رسنیو دا عنوان د یاد خبر لپاره سرټکی ټاکلی و:

Fugitive Taliban leader lived short walk from US base

(( د طالبانو تر تعقیب لاندې مشر د امریکايي اډې ترڅنګ اوسیده))

دا چې امریکایي استخبارات ادعاء لري چې د دوی کشفي او استخباراتي وسائل د یوه انڅ په کچه موجود شي هم کشفولای شي او بیا یې د مهمې پوځي اډې په څنګ کې د نړۍ په کچه دوی ته تر ټولو مهم مطلوب شخص اوسیږي له شکه پرته چې دوي ته دا ډیره ستره ننګونه ده .

سره له دې چې د امریکايي اډې ترڅنګ د همدې نړیوال مطلوب شخص اوسیدل تر افغاني استخباراتو (امنیت ملي) د امریکا د سي ،آی ،اي او د هغو د ایتلافیانو لپاره زیات د پیغور وړ خبره ده ، خو سي، آی ، اي او نورو امریکايي پوځي چارواکو ورباندې دومره توند غبرګون نه دی ښودلی لکه د کابل حکومت دولتي او استخباراتي چارواکو.

دولتي غبرګون:

د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري په خپل رسمي غبرګون کې د کتاب د لیکوالې (بیټي دم) له لوري په کتاب کې راټول کړي معلومات ټول له حقیقته لیري هسي تشه افسانه وبلل.

د هغه په تعقیب امرالله صالح او رحمت الله نبیل د ملي امنیت دوو پخوانیو رئیسانوهم د یاد کتاب د معلوماتو په اړه د غبرګون په ښودلو سره هغه ناسم وبلل چې د دوی په خبره هدف تری پاکستان ته د طالبانو له ملاتړه برائت او طالبانو ته هویت وربښل دي.

دا چې واقعا هم د یاد کتاب معلومات غیر واقعي او یا هم هغه د استخباراتي دستور پر اساس لیکل شوی سپیناوی یې خپله د کتاب د لیکوالې بیټي دم مسؤلیت دی.

زه غواړم خپل هغه برداشت چې ما د بیټي دم له کتابه اخیستی له لوستونکو سره شریک کړم.

یاد کتاب د Bette Dam هغې بهرنۍ لیکوالې له لوري لیکل شوی چې په تحقیقي او اکاډیمک ژورنالیزم کې پوره شهرت لري، هغې تر دې وړاندې د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په اړه هم ورته تحقیقي اثر لیکلی ، د افغانستان له قضیې سره خاصه دلچسپي لري ، له همدې وجې نوموړې د ۲۰۰۶ کال له اګست راهیسي تر ۲۰۱۴ پوري په افغانستان کې پاتې شوې ، د حامد کرزي په اړه کتاب لیکل یې په دوه کاله او د ملامحمد عمر مجاهد په اړه کتاب لیکل یې په پنځه کاله کې پوره کړی دی.

له لیکوالي پرته یې له ځینو مهمو نړیوالورسنیولکه ګارډین، سي.ان. ان او الجزیره شبکې سره کار کړی او په مختلفو پیښو کې همدغو رسنیو د نوموړې نظر او تبصرې خپرې کړې.

د ملا محمد عمر مجاهد په اړه د بیټي دم کتاب یواځې د هغه د ژوند په اړه نه ؛ بلکې په مجموع کې پر افغانستان د امریکايي یرغل د عواملو یوه بشپړه پنځه کلنۍ تحقیقي څیړنه ده چې تر سره کړې یې ده.

ریښتیا په کتاب کې راټول شوي معلومات ناسم دی؟

د کابل حکومت رسمي ویاند او د ملي امنیت دواړه پخواني رئیسان ادعاء کوي چې په یاد کتاب کې راټول کړل شوي معلومات ناسم دي .

له قضايي لحاظه د سم او ناسم (ریښتیا -درواغ) اثبات په شواهدو سره کیږي.

چې په دې اړه لویه فقهي قاعده کلیه (اَلْبَیِنَةُ عَلَی المُدّعِيْ وَالیَمِیْنُ عَلی مَنْ أنْکَرَ) ((الحدیث ))هم پر دې اساس وضع شوې ده.

بیټي دم وايي چې هغې د پنځو کلونو د بحث او تلاش په ترڅ کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې تر یونیم سل له زیاتو کسانو سره چې په هغه کې ملا جبار عمري کوم چې په ۲۰۰۱ کال کې له امریکايي یرغل وروسته د ملا محمد عمر مجاهد شخصی ساتونکی او د هغه د اختفاء په حال کې د نوموړی یواځینی محرم راز محافظ پاتي شوی هم شامل دی.

د بیټي دم معلومات د ۱۵۰ کسانو د روایت په استناد موثق شوی ، که بالفرض هغه ټول ناسم وي نو بیا ښاغلي امر الله صالح، رحمت الله نبیل ، هارون چخانسوري او ټولو هغو اشخاصو ته چې دا معلومات ناسم بولي په کار ده چې د بیټي دم د دغو معلوماتو په مقابل کې خپل کره معلومات ارائه کړي.

چې د دغو کره معلوماتو له ارائه (ښکاره کولو) وروسته به خلګ د دواړو ترمنځ په مقارنه سره هغه د قناعت وړ وبولي کوم چې معقول او پر کره شواهدو بناء وي.

د یوې اشتباه ځواب !

د بیټي دم د کتاب د خپرواي تراعلان وروسته په کورنیو خواله رسنیو کې هم ځیني ښاغلی د ملا محمد عمر (مجاهد) د ژوند په اړه د بیټي دم پر روایت شکمن دي .

د هغوی د شک مرجع هم د هغوی عندي توجیهات او خیالي اټکلونه دی چې زیاتره یې عقده يي بڼه لري او له واقعیت سره اړخ نه لګوي.

د بیلګې په ډول هغوی وايي چې دا څرنګه ممکنه ده چې امریکایانواسامه بن لادن او د عراق پخوانی ولسمشر صدام حسین د هغوی له ټولو امنیتي او احتیاطی ترتیباتو سره سره پیدا او ووژل ، خو د طالبانو مشر چې په هماغه کچه امریکایانو ته مطلوب و د ژوند تر پایه د هغوی د یوې پوځي اډې ترڅنګ خوندې پاتې شو؟

د دې اشتباه په ځواب کې ویل کیدای شي چې کوم چاپیریال چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد ورکې اوسیدو له هغه چاپیریال سره چې اسامه بن لادن او صدام حیسن ورکې اوسیدل ډیر توپیر درلود.

ځکه هغوی دواړو چې په کومې ساحې کې ځان مختفي کړي و یوهم د هغه چاپیریال پر خلګو باوري نه وو، هماغه و چې د هماغې سیمې د غیر باوري خلګو لخوا یې جاسوسي وشوه او امریکایانو ور پوري پل ور وړ.

چې په ترڅ کې یې صدام حسين د ۲۰۰۳ کال د دسمبر په ۱۳ د خپل شخصي محافظ محمد ابراهيم عمر المسيد چې د نوموړي پټنځای ورته معلوم وو امریکایانو ته افشاء شو او د هغوی لخوا ونیول شو.

او د اسامه بن لادن پټن ځای د ۲۰۱۱ کال د می په لومړۍ نیټه د پاکستاني ډاکټر شکیل افریدي لخوا په دې ډول افشاء شو چې د واکسین لګولو په پلمه یې د اسامه کورني D.N.A تر لاسه او بیا یې هغه امریکايي استخباراتي تيم ته وسپارله چې د اسامه بن لادن د تعقیب دنده یې لرله.

همدې استخباراتي ټیم په ۲۰۱۰ کې د اسامه له خور نه چې د امریکا په بوستن ښار کې وفات شوه د هغې D.N.A اخیستي او بیايي هغه د ډاکټر شکیل افریدي په لاس د اسامه بن لادن د ماشومانو له D.N.A سره وکتله چې کله هغه ورسره برابره شوه نو امریکايي ځانګړو ځواکونو په ایبټ آباد کې د اسامه پر پټن ځای برید وکړ چې په ترځ کې یې هغه له منځه یووړ.

اما د طالبانو مشر په خپلې پلرنۍ سیمې کې د یوه داسې باروري شخص په کور کې مختفی و چې د نو موړي ساتنه ورته د خپل ځان تر ساتنې هم مهمه او په همدې غرض یې له خپلو ټولو نیږدي خپلوانو سره په خپل کور کې د ملا محمد عمر (مجاهد) د موجودیت له وجي راشه درشه پري ایښې وه.

پر دې ټولو سر بیره مسلمانان له ظاهري اسبابو پرته پر الهي ساتنې او حفاظت هم ایمان لري چې ډیر ځله د همدې الهي معجزانه حفاظت په برکت یو مسلمان په داسې ډول وژغورل شي چې له عقلي پلوه هغه د منلو وړ نه وي .

په غار ثور کې د مشرکینو له تعقیبه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګري حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه محفوظ پاتي کیدل هغه واقعیت دی چې اثبات یې د قرآن کریم په صریح نص ثابت دی .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د