د افغانستان په کوربه توب لومړۍ تاريخي ټيسټ سيالۍ

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ له شل اوريزو او يو ورځنيو سياليو لړۍ وروسته يوازينۍ ټيسټ سيالۍ د افغانستان په کوربه توب سبا د جمعې په ورځ د سهار په ۸:۳۰ بجې پېليږي.

دا د دواړو لوبډلو لپاره د کرېکټ په تاريخ کې دويمه ټيسټ لوبه ده، چې افغانستان به په لومړي وار د ټيسټ سيالۍ کوربه توب کوي، ايرلينډ لوبډلې خپله لومړۍ سيالۍ د پاکستان پر وړاندې په خپل کوربه توب ترسره کړې ده.

ددې لپاره په هند کې افغان کوربه لوبډلې د ټيسټ سيالۍ کوربه توب په مناسبت غونډه جوړه کړې وه چې په کې ايرلينډي لوبغاړو هم ګډون کړی و، په ياده غونډه کې افغان لوبډلې د ايرلينډ لوبغاړو ته د افغان کلتور سره سم پګړۍ او پکولونه ورپه سر کړي وو او ددوی ترمخ يې د اتڼ محفل کړی و.

له دې وړاندې دواړو لوبډلو يوه-يوه ټيسټ سيالۍ ترسره کړې چې دواړو لوبډلو ماتې خوړلې ده، ايرلينډ له پاکستان خو افغانستان له هند څخه ماتې منلې ده.

دواړو لوبډلو د يادې سيالۍ په موخه له تېرو څو ورځو راهيسې تمرينات ترسره کړل. افغان لوبډلې په ۱۴ کسيزه لوبډله کې د ظاهر خان او سيد شيرزاد نومونه هم زيات کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د