محب: امریکا د افغان حکومت سره توهین امیزه چلند کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب چې دا مهال په واشنګټن کې دی، د خبریالانو سره په یوې ناستې د امریکا د حکومت او د ټرمپ د خاص استازي زلمی خلیلزاد څخه سر ټکولی او پر وروستي يې سختي نیوکي کړي دي.

نوموړي ویلي چې خلیلزاد د طالبانو سره د تیرو ۱۶ ورځنیو جریان د کابل حکومت سره نه دی شریک کړی، بلکې د مذکراتو په جریان دوی یوازي د ټویټر له لاري خبر سول.

نوموړي پر خلیلزاد تور پوري کړی چې د افغانستان په واک کې تمه لري، مخکې يې هم دوه ځله هڅه کړي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید شي، خو اوس غواړي چې د موقت حکومت په نامه حامد کرزی بیرته واک ته ورسوي او دی یې «وایسرای» (د پردې تر شا مشر) شي.

محب پر خلیلزاد تور پوري کړی چې یا خو نه پوهیږي چې څه کوي او یا هم قصدا افغان حکومت کمزوری، غیر مشروع او بې حیثیته کول غواړي او په مقابل کې یې طالبان غټول غواړي، چې په وینا یې دا به د سولې په ګټه نه وي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا مونږ ته د خلیلزاد په اړه ویلي چې هغه لوی دیپلوماټ او تکړه کس دی، خو زه دا نه منم، ځکه چې هغه په لوی لاس خپل متحد (حکومت) تخریب او بې حیثیته کوي.

محب ویلي چې واشنګټن ته په دې خاطر راغلی تر څو امریکايي چارواکو ته د هغوی پر بې رخي شکایت وکړي خو په وینا یې دلته هم د امریکا د ملي امنیت سلاکار «جان بولټن» وخت ور نه کړ او پر ځای یې خپل ټیټ رتبه مسؤولینو ته د ملاقات دنده وسپارله.

د محب پر خبرو په خپل لومړني غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هغه خبرې ناسمې او بې ګټي دي، مونږ به هغه ته په پټه جواب ورکړو.

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري د نوموړي پر خبرو په تبصره کې ویلي: «واشنګټن وايي خلیلزاد هغه څه کوي چي ټرمپ ورته امر کړی دی. پدې برخه کي خلیلزاد هیڅ داسي کار نه دی کړی چي د امریکا له پالیسي سره په ټکر کي وي. د محب خبري دا څرګندوي چي په واشنګټن کي خورا بې آبه سوی دی، دا ځوان په بین المللي سیاست او دپلوماسي نه پوهېږي، او نور به هم ډېره خرابي وکړي. کله چي فشار زیات سي، دا ځوان یې طاقت نه لري».

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې وه د حمد الله محب سره به په دغه سفر کې امر الله صالح هم مل وي تر څو هلته د بحثي مراکزو، رسنیو او موثرو شخصیتونو سره ووینې او د هغوی ذهنیتونه د خلیلزاد او د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه جوړ کړي خو د امریکا حکومت امرالله صالح ته ویزه ور نه کړه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

غلام او مزدور و توهین ته ضرورت نلری. تاسی وطن پلورنکو په خپله ځان توهین کړی دی.