د امریکا د بهرنيو چار وزارت محب احضار کړی او هغه څرګندونې يې رد کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب احضار کړی او د افغان سولې په اړه يې د هغه څرګندونې رد کړي دي.

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ډيوډ هيل محب ته ويلي، چې د افغان سولې په اړه يې شوې څرګندونې د امریکا پر رسمي دريځ او پاليسۍ نيوکې دي او امریکا لپاره د منلو وړ نه دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند رابرټ پلاډینو په واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې ډيوډ هيل محب ته د امریکا له لوري افغانستان سره د اوږدمهالو مرستو يادونه وکړه.

رابرټ پلاډينو ويلي: «موږ حمدالله محب ته يادونه کړې، چې پر زلمي خلیلزاد بريد د امریکا پر بهرنيو چارو وزارت برید بلل کيږي او داسې څرګندونې د افغانستان او امریکا دوه اړخيزې اړيکې  زيانمنولی شي.»

پلاډينو زياته کړې: «د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ته ويلي، د افغانستان سولې او ثبات لپاره زموږ عزم او هوډ ښکاره دی.»

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې د حمدالله محب د هغو خبرو په ځواب کې کړي، چې د افغانستان د سولې روانې پروسې سره يې مخالفت ښودلی و او د افغانستان سولې لپاره يې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت پر خاص استازي زلمي خلیلزاد تور لګولی و، چې د افغانستان واک ته د ځان رسولو هوډ لري او تر دې وړاندې يې هم دوه ځله داسې هڅه کړې وه.

محب پر خلیلزاد تور پوري کړی چې یا خو نه پوهیږي چې څه کوي او یا هم قصدا افغان حکومت کمزوری، غیر مشروع او بې حیثیته کول او په مقابل کې یې طالبان غټول غواړي، چې په وینا یې دا به د سولې په ګټه نه وي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

khalilzad is anti pashtoon face.
khalilzad love nizar shura and want to bring back nizar shura by karzai in power.
afghans must support doctor ashraf ghani.
ashraf ghani is only afghan who want rebuild afghanistan.talibs is belong to isi.
my dear afghan lets support doctor ashraf ghani.
thank you

محمد
میلمه
محمد

ستا خبره به مو هلته منلی وای چې ته خپله پښتون وای — ستا لپاره ننګ په کار دي د بي پتو او پرتوګ کښلو سره ملتیا مه کوه نو به ته د خبرو کولو حیثیت وموندئ

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا وزګوړی په کوم آخور لوی شوی ، د مفکر په ټيم کې ما تر اوسه هوښيار سړی ونه ليد،

مفکر د خره اکټونه کوي البته خرو خوا ته دې پوله وي

محب د وزګوړي اکټونه کوي کوم چې په خپله مور يانې وطن باندې بورڼېدل هم ميړانه ګڼي.

فيسبوکي پلويان يې د کوچيانو سپيانو ته ورته دي او هر چاته غاپي

دفاع وزارت سرپرست خو ټولو ته مالوم دی چې يو مړسترګی مفعول دی

جخانسوري هغه دی چې محقق يې تعريف وړاندې کړ.

نور بيا ،،،،

حکیمي
میلمه
حکیمي

غلام جانه ته دافکرمکوه چي لکه فاتح طالب له امریکایانوسره به په ګوتو خبرې کوې ته هغه څوک یې چي امریکایانو دخپل مزدورپه حیث غټ کړی یې اوهروخت چي وغواړي ترپښودې لاندې کولای شي
دسولې دښمني به موپه ګټه نه وي داچانس له لاسه مه ورکوۍ کنه بیاموښایي طالبان ونه بښي

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی ارزونو له مخی : محب، اتمر، کرزی ، غنی او نور ټول دوهم اشغال کی لوړپوړی غلامان دی دا چه ویل کیږی ایجړا محب امریکا ته تللی او د خلیلزاد لوی غلام په ضد یی د غلامی اداری غبرګون د بادارانو غوږونو ته رسولی دا ټولی ډرامی دی. غلامان د رد او تایید حق نه لری هغه به وایی او کوی چه ورته د ویلو او کولو قومانده ورکړی شوی. امریکا د ( محب، غنی، خالد، صالح او حتی حامد کرزی، محقق ، نور، ګلبدین ، سیاف او نورو لوړپوړو غلامانو ) هر یوه ته د شرایطو… نور لوستل »