نيوزيلنډ کې پر هغه مسجد بريد شوی چې د بنګلديش لوبغاړي هم په کې وو/ ويډيو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۷ل): د نيوزيلنډ هېواد په کرايست چرچ ښار کې پر دوه مسجدونو هغه مهال بريد شوی چې په کې د بنګلديش کرېکټ لوبډلې لوبغاړو هم لمونځ کاوه.

د راپورونو له مخې دغه بريد د جمعې لمانځه پر وخت په النور مسجد کې ترسره شو چې په کې ګڼ شمېر لمونځ کونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ځينې راپورنه وايي چې تر دې دمه ۲۷ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

په ياده پېښه کې د بنګلديش لوبغاړو ته کوم زيان نه دی رسيدلی، ويل کيږي چې د ډزو پېل کېدو سره سم لوبغاړو مسجد پريښود او شاته يوه لوبغالي ته داخل شول، لوبغاړي مسجد ته د داخليدو پرمهال وو چې ډزې پېل شوې.

ويل کيږي چې پوليس د يادې پېښې بريدګر نه وژلي او نه يې هم ژوندي نيولي چې وضعيت لا هم ترينګلی ګڼل کيږي، وليسو ددغه ښار ټولو مسجدونو او سکولونو د بندولو امر کړی او له عامو خلکو يې غوښتي ترڅو دغو ځايونو ته له تلو ډډه وکړي.

د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا په تازه خپور شوي خبر کې ويل شوي چې د بنګلديش او نيوزيلنډ ترمنځ دريمه ټيسټ سيالۍ د يادې پېښې او خراب وضعيت له کبله لغوه اعلان شوه.

د يادونې ده چې د بنګلديش کرېکټ لوبډلې په نيوزيلنډ کې درې يو ورځنۍ او ۲ ټيسټ سيالۍ ترسره کړې، خو وروستۍ سيالۍ لغوه اعلان شوه او دبنګلديش لوبډله به ډير ژر هېواد ته ستنه شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د