خبرونهنړۍ

نیوزلینډ: په دوو مسجدونو برید کې ګڼو خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۷ل): د نیوزلینډ هیواد په «کرایسټ چرچ» ښار کې، په دوو مسجدونو کې ډزو ګڼو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې.
په ټولنیزو رسنیو باندې خپره شوې ویډیو چې د برید کوونکي له لوري ثبت شوې ښيي چې، لومړی برید کوونکي د «النور» په نامه یوه مسجد ته ننوزي او هلته د جمعې لمانځه ته په راټولو ګڼو کسانو باندې ناتاره ډزې کوي.د نیوزلینډ پولیس وايي، تر اوسه د تلفانو کره شمېر څرګند نه دی خو برید لا هم دوام لري او ځای ځای د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
پولیسو په ټول ښار کې د مسجدونو او ښوونځیو د تړلو امر ورکړی او له خلګو یې وغوښتي څو په خپلو کورونو کې پاتې شي.
ویل کېږي چې په نښه شوي مسجد کې د بنګله دیش لوبډلې ځیني غړي هم لمانځه ته راټول شوي وو خو د راپورونو په اساس هغوی ته په دې پېښه کې کوم زیان ندی رسېدلی.
پولیسو تر دې پېښې وروسته په ټول ښار کې د مسجدونو او ښوونځیو د بندېدلو امر کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x