پکتيا؛ ګډو ځواکونو د يو پلار او ادرې زامنو په ګډون څو تنه وژلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۷ل): ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو د هوايي بريدونو او چاپو په دوام تيره شپه بيا د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په کې د يو پلار او درې زامنو په ګډون يې اووه تنه ولسي وګړي وژلي دي.

له سيمې نه راپورونه وايي چې د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په هيبت خيلو سيمه کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې ووهلې چې په نتيجه کې يې د بهرام سهاک په نامه د يو ولسي وګړی له خپلو درې زامنو شاه محمد، استاد اجمل او انجير محمد انور سره يو ځای وژلي دي.

همدا راز په ياده سيمه کې يې درې تنه نور ولسي وګړي هم وژلي دي.

سرچينه زياتوي چې ګډو ځواکونو د يادې سيمې په نورو کورونو هم چاپې ووهلې او لسګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي، ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده خو په اړه يې کره ارقام نه دي ترلاسه شوي ځکه چې اوس هم غرمه مهال هم په ياده سيمه کې چورلکي ګرځي او خلک له کورونو بهر نشي راوتلای.

د افغانستان د بيلابيلو سيمو په څېر زرمت ولسوالۍ هم يوه له هغو ولسواليو ګڼل کيږي چې ډیری وخت په کې ګډ ځواکونه د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچوي او ولسي وګړي وژني.

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې يواځې په روان يو کال کې نژدې ۱۰۰ تنه ولسي وګړي د زرمت ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو او چاپو کې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې هره ورځ د افغانستان له بيلابیلو سيمو څخه د ولسي وګړو په کورونو د چاپو او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کيږي، خو د ګډ حکومت مشران يې په اړه پټه خوله دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د