د اشرف غني او عبدالله حکومت د تلې پر اتمه لانجمن امنیتي تړون پر حنیف اتمر لاسلیک کړ

حنیف اتمر: حکومت دې د سولې په وړاندې «خنډونه» نه جوړوي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شوراء پخوانی سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو تاکنو ته نوماند «محمد حنیف اتمر» وايي، حکومت دې د سولې په پروسه کې همکاري وکړي او په وړاندې یې دې خنډونه نه جوړوي.

حنیف اتمر دغه خبرې د «حمدالله محب» تر څرګندونو وروسته په خپل ټویټر لیکلي، د اتمر په اند « د  اشرف غني د استازي دا څرګندونې چې ګواکي د سولې پروسه په غلطه لاره رهبرې کېږي او زموږ د ملي اهدافو سره سمون نه خوري، بې بنسټه دي ، سوله د ټولو افغانانو اړتیا ده نو حکومت ته نه ښايي په دې لاره کې خنډونه وزېږوي».

نوموړی وړاندې زیاتوي «د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد هڅې د ستایلو دي او په دې برخه کې ستر ګام شمېرل کېدای شي، امید شته چې همدا د سولې خبرې به په پای کې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره کړي».

د اتمر په وینا، د پایدارې او باثباته سولې لاسته راوړل به اسانه نه وي، په دې برخه کې موږ ټول باید خپل سیاسي مخالفتونه یوه لوري ته کړو او حکومت هم ددې په ځای چې یاده پروسه تخریب کړې په دې برخه کې دې د همکار او رهبر رول ولوبوي.

یاده دي وي چې حنیف اتمر وروسته تر هغه دا څرګندونې کوي چې، تېره ورځ د ملي امنیت شوراء سلاکار «حمدالله محب» له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې، زلمی خلیلزاد تورن کړ چې د سولې په خبرو کې یې افغان حکومت څنګ ته کړی او په دې توګه د حکومت د منزوي کولو او طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅې کوي.

د محب دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري وغندل شوې او په غبرګون کې یې نوموړی احضار کړ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما د هر اړخیزو معلوماتو له مخی، که تاسی د همدی لیکنی د پاسه تصویر ته وګوری، وبه وینی چه اتمر تر ټولو لوی خبیث دی په روسی اشغال کی استنطاق او د نحیب دوره کی کوم لوی قوماندان وو چه د جلال اباد په جنګ کی یی پښه غوڅه شوی چه مصنوعی پښه لری . او په دوهم اشغال کی وزیر داخله، وزیر معارف او بلاخره د امنیت شوری مشر وتاکل شو او تر دی چه د امریکایانو سره د غلامی تړون د ده په خبیثو ګوتو لاسلیک شو چه امریکایان به زمونږ د مظلوم اولس په وژلو کی… نور لوستل »