
اسلام اباد کې د پاکستان متقاعد جنرال مړی موندل شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴کب، ۱۳۹۷ل):د پاکستان متقاعد جنرال او استخباراتو پخواني لوړپوړی چارواکی په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
د اسلام اباد پوليس وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې جنرال اسد منير ځان د چت پکي پورې ځوړند کړی و او ځانوژنه يې کړې ده.
د اسلام اباد مرکزي دولتي روغتون ډاکټرانو ويلي، د جنرال منیر کورنۍ د هغه د پوسټ مارټم «عدلي طب» څېړنو سره مخالفت کړی او له اړینو څېړنو وروسته يې جسد کورنۍ ته سپارل شوی دی.
ځايي پوليس وايي، چې د نوموړي پر بدن د شکجنو او تشدد نښې نه ښکارېدې.
جنرال اسد منیر د پاکستاني استخباراتو «ای ایس ای» لوړپوړی چارواکی و او له تقاعد وروسته يې هم په قبايلي سيمو کې ډېر وخت دنده ترسره کړې وه.
تر اوسه د هغه د ځانوژنې کره لامل نه دی معلوم، خو پاکستاني رسنۍ وايي، چې د احتساب ملي ادارې د جنرال اسد منیر په شمول د يو شمېر چارواکو پر ضد د فساد دوسيې رسمي کړې وې او د دوی پر ضد يې د څېړنو پرېکړه کړې وه.
هغه څوک چي ځان وژنه کوی نو فکر کوی چي د ستونزو څخه په تېښته بریالی کیږی خو خبر ندی چي اصلی ستونزی( ګوتی) ورته تازه پیلېدونکی دی.
په قبایلی سیمو کی چی دنده درسره کړی وه خو باید بیا مړ شی.