فیسبوک ته پېښه شوې ستونزه «۱۴» ساعته وروسته هواره شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د ټولنیزو رسنیو مشهوره پاڼه فیسبوک له یوې سختې تخنیکي ستونزې سره مخ شوې وه چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې ملیونونه کاروونکو نشو کولای فیسبوک ته داخل شي.

دغه ستونزه چې د چهارشنبې په ورځ د مازیګر د ۴ او ۵ بجو ترمنځ پېښه شوه یوازې په فیسبوک کې نه بلکې د فیسبوک اړوند شبکې میسنجر او انسټګرام هم له یادې ګډوډۍ سره مخ شوي و، فیسبوک هم منلی وه دوی ته ستونزه پېښه شوې خو زیاته کړې یې وه چې هڅه کوي پروخت دا ستونزه حل کړي.

د فیسبوک لخوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې فیسبوک د یادې ستونزې په حل کولو توانېدلی دی او کاروونکي کولای شي دغو شبکو ته داخل شي، د اټکل له مخې دغه ستونزه له څوارلس ساعتونو وروسته حل شوه.

د فیسبوک د خرابوالي خبر په نړۍ کې خپور شو چې دغه شبکه یو وار بیا د چا لخوا هیک شوې ده، خو فیسبوک دغه خبرونه

رد کړل او زیاته کړې یې وه چې د څه تخنیکي ستونزې له کبله ګډوډي رامنځته شوې وه، ددې سربېره بیا ځینې کسان له یادې ستونزې خبر هم نه وو.

له بل پلوه په دغه څوارلس ساعته خرابوالي کې نورو شبکو ته ګټه وشوه، د ټیلیګرام باني په خپل ټیلیګرام پاڼه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ټیلیګرام ۳ ملیونه کاروونکي زیات شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د