نړۍ

نیوزيلنډ: پر جوماتونو وسله‌ وال برید کې د يوه افغان په ګډون ۴۹ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴کب، ۱۳۹۷ل):د نيوزيلنډ په کرايسټ چرچ ښار کې نن د جمعې لمانځه پر مهال ‏پر دوو جوماتونو وسله‌ والو بریدونو کې د يوه افغان په شمول ۴۹ مسلمانان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.‏

د نيوزيلنډ د پوليسو مشر مايک بوش ويلي، د پېښې په تور يې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان نيولي دي ‏او په يوه اونۍ کې به د قتل په تور محکمې ته وړاندې کړای شي.‏

په نيوزيلنډ کې د افغانستان غیر رسمي سفير وحيدالله ويسي رسنيو ته، چې په دغه پېښه کې يو افغان وژل ‏شوی او درې نور ټپيان دي.‏د نيوزيلنډ صدر اعظم جسينډ ارډرن په دغه پېښه ژوره خواشيني ښودلې او دا يې د خپل هېواد په تاريخ کې ‏توره ورځ بللې ده.‏

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې بریدګر مرمۍ ضد واسکټ پر تن له وسلې سره جومات ته داخل شوی او ‏هلته يې په داسې حال کې پر خلکو ډزې پيل کړې، چې د جمعې د لمونځ په جمعه ولاړ وو.‏

په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورونو او ويډيوګانو کې ښکاري، چې د بريدګر په ډزو يو يو لمونځ کوونکی ‏پرېوت.‏
د افغانستان ګډ حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله په شمول د نړۍ ډېری چارواکو او عامو مسلمانانو دغه ‏برید غندلی دی.‏

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

داسی ښکاری چي نننئ بشری تمدن به له هغه چا پلاس خاوری شی کوم چي ددې تمدن د منځته راوړو د ویاړ ادعا لری.
باور وکی بشریت فقط دوې لیاری لری
یا به ځان پخپل لاس د تباهۍ کندی ته ور غورځوی
یا به د شیطانی پلیدو نژادی افکارو څخه توبه باسی
خدای پاک دی د نیو زیلنډ قربانیان او ټول مظلوم بشریت غرقِ رحمت وګرځوی

احمد

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

مجاهد

دا هم د نړیوال وحشت او یهودی استعمار په مظلوم بشریت ( مسلمانانو ) یو وحشی ګذار وو . چه تر سره یی کړو . کله د مسلمانانو به نوم په کلیساګانو او نورو معابدو او کله د عیسویانو او یهودیانو له خوا په مساجدو برونه او وحشتی خونړی پیشی ایجادوی. دا سمه ده چه په شکاره به یی څوک پکی نیولی وی خو هغه نیول شوی کسان په دی نوم چه عصبی ستونزی یی لرلی بیا خوشی کوی او یا د دروغو مناسبه سزاوی ورته اوروی . مګر دا خبره چه نن ټکی اسیا د افغانستان د غلامی اداری… نور لوستل »

جميل

انالله و انا اليه راجعون
الله(ج) دى وژل شوى په شهيدانو كى وشميرى او كورنيو ته يى صبر جميل او اجر عظيم ور په برخه كرى .
كه دا بريد د كفارو په يوه شرابخانه او يا كومه فاحشه خانه كى شوى واى ع او غ به په تلوار او په مسابقى د خواشينى پيغام استولى واى او مرتكبينو ته به يى د سزا غوشتنه كرى واى په تيره بيا كه مرتكب شخص مسلمان واى د اشد مجازات غوشتونكى به واى .

انجینر بختور منګل

سلامونه.
په نیوز لیند کی د جومات بریدکونکی ترهګر پروسږ کال اکتوبر په دېرویشتمه پاکستان ته سفر کړی دی.
د پولیسو پوښتنی ګرویږنی ورڅخه راوانی دی.په فرانسه ،انګلیند ،او نور اروپایی هیوادونو کی په جوماتونو باندی پهره سختی شوی دی.
ټوله دنیا کی د ترهګری ځپلی شهیدان الله ج وبخښی،کورنیو ته د الله ج صبر ورکړی

غمی،پښتین

سلامونه انجینر صاحب.
دا چه د نیوزلیند ترهګر برید ګر پاکستان ته سفر کړی ،کیدای شی د نخه ویشتل،د اتومات اسلحه استعمال ،د وینو توییدلو لیدلو توان ،قتل کول.ډیر قتل کول.دا ټول په پاکستان کی زده کړی ،او بیا نیوزلیند ته ستانه شوی او همالته یی عملیات لکه چه وکړل.م
موږ د پولیسو تحقیق ته باید انتظار وباسو.برید ګر او ورسره مل باید ټول اعدام شی.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close