
ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ؛ افغان لوبډله په داوړو برخو کې ښه وځلیدله
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د یوازینۍ ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده چې په کې افغان لوبډله د توپ اچونې او توپوهنې دواړو برخو کې غوره وځلیدله.
د ننۍ لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، ددوی لخوا سټرلینګ چټک پېل وکړ چې په لومړي ۶ اورونو کې یې ۳۷ منډې جوړې کړې، خو وروسته محمد نبي، یمین احمدزي او راشد خان د ایرلینډ توپوهونکي په پرلپسې ډول وسوځول.
یو مهال ایرلینډ لوبډلې د ۸۵ منډو په جوړولو ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو خو د وروستۍ ویکټې لخوا ۸۷ منډې ملګرتیا جوړه شوه چې په کې ټيم مورتاغ نیمه سلیزه هم ووهله، نوموړی د ټیسټ په تاریخ کې دریم لوبغاړی شو چې په یوولسم نمبر توپوهنه کوي او نیمه سلیزه وهي.
ایرلینډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا پال سټرلینګ ۲۶، ډوکرل ۳۹ او ټیم مورتاغ ۵۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې یمین احمدزي او محمد نبي ۳-۳، راشد خان او وقار سلام خیل ۲-۲ خو وفادار مومند په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو.
په توپوهنه کې د افغانستان لخوا احسان جنت او محمد شهزاد سوکه پېل وکړ، احسان جنت خپله ویکټه په ۷ منډو له لاسه ورکړه، همدا ډول محمد شهزدا ۴۰ منډې جوړې کړې، رحمت شاه او حشمت شهیدي توپوهنه کوله چې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده.
افغانستان د دوه لوبغاړو په سوځېدلو ۹۰ منډې جوړې کړي، رحمت شاه ۲۲ او شهیدي ۱۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د دویمې ورځې پېل به سبا شنبه سهار په ۹ بجې کیږي.
Afghanistan end day one of the only Islamic Bank of Afghanistan Test match on 90/2 after bowling out @Irelandcricket for 172 in their first innings. Rahmat Shah (22*) and Hashmatullah Shahidi (13*) remain not out.#AFGvIRE pic.twitter.com/zJtkFlgaeq
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 15, 2019