د عمر په تېریدو سره مو څرنګه هډوکي پیاوړي کړئ؟ پنځه غوره لارې!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۷ل): د هډوکو ناروغي نن سبا یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، ویل کیږي څومره چې د انسان عمر زیاتیږي هغومره یې هډوکي نري او کمزورې کیږي، کوم چې په انسان کې د یو شمېر ناروغیو رامنځته کېدو لامل کیږي.

انسان ته په کار دي له پېله د ځینو هغو لارو چارو څخه کار واخلي چې هډوکي یې له کمزوري او نري کیدو وساتي، دلته پنځه هغه لارې چارې وړاندې کوو چې هډوکي مو له کمزورۍ وساتي او په بدل کې یې پیاوړي او قوي کړي.

سبزي

شنه سبزي د ویټامن C لپاره غوره سرچینه ګڼل کیږي، سبزي د هډوکو ترمنځ د خالیګا راوستلو څخه ساتي، ګڼ شمېر څیړنې ښيي چې سبزي د هډوکو یو بل سره په نښلولو او پياوړولو کې غوره رول لوبوي.

تمرین او ورزش

سخت تمرینات ترسره کول په کوم باندې چې بندونه زور واخلي د هډوکو پیاوړتیا کې ځانګړی رول لري او د بندونو پياوړولو ترڅنګ د زنګون، ښنګري، د پښو لاندې او پورتنۍ برخې هډوکي چې په مزل یا تګ کې اثر کوي پیاوړي کوي.

ویټامن D

ویټامن D د کلسیم جذبولو لپاره غوره سرچینه ده، یو بالغ انسان باید هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ویټامن ډي واحدونو پورې جذب کړي، څیړونکي وایي چې د ویټامن ډي جذبولو لپاره له بله لار نه بلکې لمر ته کیناستل تر ټولو غوره لار ده، (لمر د ویټامن ډي جذبولو لپاره یوازینۍ غوره سرچینه ګڼل کیږي).

وزن پورته کول

په عمومي ډول د وزن پورته کولو تمرین د هډوکو لپاره هم غوره ثابتیږي، خو پکار ده چې دغه وزن تر دومره اندازې درون نه وي چې نور زیان ورسوي، پکار ده چې د هډوکو پیاوړولو لپاره د کس روغتیا په نظر کې نیولو سره د وزن پورته کول د ډاکټر او یا روزونکي په مشوره وشي.

سګریټ یا شراب

د هډوکو ټینګ نه ساتلو، د نري او کمزوري کولو یو لامل په سګریټ یا شراب څښلو کې افراط کول دي، که چیرې تاسې سګریټ یا بله کومه نشه کوئ باید ددې په اړه داسې پلان ونیسئ چې د څښلو په کمولو کې درسره مرسته وکړي.

همدا ډول ذهني فشار، د شکر ناروغي او داسې نورې ستونزې د هډوکو د کمزورۍ لامل کیږي، ځینې داسې خواړه لګه هګۍ، پودینه، ناک او داسې نورې میوې خوړل په هډوکو کې د پیاوړتیا لامل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د