ډاکټر عبدالله د امریکايي چارواکو پر وړاندي د محب څرګندونې غندلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله هغه څرګندونې غندلي چې په تیرو درو ورځو کې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په امریکا کې کړي.

حمدالله محب چې د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې يې د مختلفو چینلونو او غونډو له لاري د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرتوب د طالبانو سره مذاکرات غندلي او خلیلزاد یې تورن کړی چې د افغانستان په واکمني کې دلچسپي لري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم احضار شوی وو.

ډاکټر عبدالله ویلي چې امریکا د افغانستان یو ښه ستراتیژیک ملګری هیواد دی، داسي څرګندوني يې پر ضد کول چې دغه ملګرتیا زیانمنه کړي، په هیڅ ډول د منلو نه دي.

نوموړي ویليد نړیوالې ټولنې او ملګرو پر وړاندي څرګندونې ډېر احتیاط او فکر غواړي، په ځانګړي ډول د امریکا په اړه چې زمونږ تر ټولو ښه دوست او ملګری هیواد دی.

باید وویل شي چې د افغان حکومت او امریکا تر منځ هغه مهال اړیکې د بې اعتمادۍ ښکار شوې کله چې د زلمي خلیلزاد په مشري امریکا د طالبانو سره په دوحه کې د ۱۶ ورځو لپاره مسلسل مذاکرات وکړل او له هغه وروسته خلیلزاد واشنګټن ته مخه کړه.

د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په وینا دوی ددغو مذاکراتو په اړه هیڅ معلومات نه لري بلکې يوازي يې هغه معلومات تر لاسه کړي چې خلیلزاد پر خپل ټویټر نشر کړه.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

عبدااالله چې اوس د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند دی، کوښښ کوي چې ځان امریکایانو ته سپی سپی کړي تر څو که کوم هډوکی ده ته هم ورواچوي. دا جمیعتیان ډېر بې ضمیره خلک دي. تاریخ وښوده چې دوی د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره هر ډول بې عزتۍ ته غاړه ږدي. درناوي

مجاهد
میلمه
مجاهد

عبدالله صاحب ، مه یی ځوروه ستاسی په شان یی لا د بکارت پرده نه ده شکیدلی، لږ وخت ورکړی ښه به شی امریکایانو د داسی هلکانو به نازونو نه خوابدی کیږی

MHA
میلمه
MHA

It looks like Mr Ghani is not helping the peace process then why should Khalilzad share the peace process agenda to him?