حمدالله محب: له امریکا سره زموږ ملګرتیا ارزښتمنه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شوراء سلاکار «حمدالله محب»وايي « افغان حکومت او خلګ د امریکا او ددې هیواد له متحدینو سره ملګرتیا ته ارزښت ورکوي او په ځانګړي ډول د امریکا له هغو همکاریو مننه کوي چې د وسله والو ځواکونو د تقویې په برخه کې یې کړي».
د محب په وینا «افغانان به د تروریزم په وړاندې جګړه کې له امریکا او متحدینو سره یې اوږه په اوږه ودرېږي، تر څو خپلې امنیتی ګټې خوندي او یوې باثباته سولې ته لار هواره شي».
د نوموړي په اند «سوله په افغانانو سربېره د هغو هیوادونو لپاره هم لومړۍ اړتیا ده چې په افغانستان او افغانانو یې پانګونه کړې».
حمدالله محب دغه خبرې د خپلو هغو څرګندونو په تعقیب کړې چې تېره ورځ یې د ګڼو امریکايي چارواکو غبرګونونه راوپارول، محب تېره ورځ له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې «زلمی خلیلزاد» تورن کړی وو چې « د افغان سولې په خبرو کې یې ګډ حکومت له پامه غورځولی او د یادې پروسې په اړه یې بشپړ معلومات نه دي ورکړي».
نوموړي همدار راز په خلیلزاد تور پورې کاوه چې، واک ته د رسېدلو او طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅې کوي.
د محب ددې څرګندونو په غبرګون کې د «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت» نوموړی احضار کړ او داسې هم ویل کېدل چې، ټول رسمي ملاقاتونه ورسره لغوه شوي، خو محب بیا دا اوازې ردوي د نوموړي په وینا، امریکا ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک وو او هلته یې له ګڼو امریکايي چارواکو سره کتلي او خپلې مشروع غوښتنې یې تر هغوی رسولي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Basetkhan
میلمه
Basetkhan

نه خورده بودي

مجاهد
میلمه
مجاهد

غلام محبه تر دی به بله لویه ذلیلتیا نوره څه وی وایی د زرو کلو د غلامی تر ژوند ( که څه هم به ارګ یا سپینه ماڼی کی وی ) د خپلواکی د یوی ګړی ژوند ( که څه هم په زندانو، زولنو او شکنجو کی وی ) شرف لری دا چه اظهار شوی بیمخی دی څه نوری سزاوی به هم ورته اورول شوی وی