طالبانو له خلګو غوښتي څو د هیواد د ښېرازۍ په موخه نیالګي کېنوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، د هیواد ښېرازي د هر افغان ارمان دی   نو ټولو ته ښايي چې د هیواد په ښېرازي کې برخه واخلي او د پسرلي په رارسېدو نیالګي کېنوي.

د طالبانو «د کرهڼې او زراعت کمېسیون» له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي « د وطن ازادي او ښېرازي دوه غبرګ ارمانونه دي، د افغانستان اسلامي امارت که د خپلې خاورې د ازادۍ درنه جګړه پر مخ بيايي، نو د دې خاورې ښېرازي يې هم هېره کړې نه ده».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « د وطن ښېرازه کول که له يوې خوا خپلې خاورې سره د مينې ثبوت دی، نو بل پلو د الله تعالی د امر منل او پر نعمتونو د شکر ادا کول دي».

طالبانو د قرآني ایاتونو او احادیثو په راوړلو څرګنده کړې چې د هیواد ښېرازه کول اړین عبادت دی چې په ترسره کولو یې هیواد سمسور او د رسول الله صلی الله امر ځای په ځای کېږي « موږ د وطن ښېرازه کول عبادت ګڼو؛ ځکه چې الله تعالی د ﴿هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا﴾ حکم پر اساس له موږ څخه د زمکې ابادي غوښتې».

په پای کې طالبانو په عامو خلګو او خپلو جنګالیو غږ کړی څو د هیواد په هره برخه کې نیالګي وکري او له ملي سوداګرو یې غوښتي څو په کرکېله او زراعت کې د عامو خلګو لاس نیوی وکړي « د اسلامي امارت دمشرتابه  د لارښونې په اساس د تېر په څېر يو ځل بيا پر ټول متدين ولس او مجاهدینو غږ کوي چې د هیواد د زرغونولو لپاره دې  هر افغان  لږ تر لږه یو يا ډير ميوه لرونکي او يا غير ميوه لرونکي نيالګي وکري، ملي تجاران دې د ميوه دارو او نورو تجارتي بوټو په کرکيله کې د غريب ولس مرسته وکړي».

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سلامونه او ښی چاری.
د ونی ایښودلو نه علاوه، راځی چه د سوله،اوربند فضا افعانستان کی ټینګه کړو.دا جوړ پلونه،سړکونه په تراکتورو او په بمونه ونه الوزو…