ټرمپ د افغانستان په اړه په پنټاګان کې پټه ناسته کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت شورا سره په دفاع وزارت کې پټه ناسته کړې ده.

د اسوشیټډ پریس د خبر سره سم په دغه ناسته کې مرستیال ولسمشر مایک پنس، بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د سي آی ای مشره جینا هاسپل، د ټرمپ ملي امنیت سلاکار جان بولټن او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

دغه غونډه چې ټول جزیات یې «سري» دي، د سپیني ماڼۍ یو چارواکی یې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته خبر ورکړی او ویلي يې دي چې د پنټاګان په هغه برخه کې ناسته شوې چې «ټانک» ورته ویل کیږي.

د پنټاګان په «ټانک» سیمه کې عموما لویې پریکړي او «سري» غونډي کیږي.

د اسوشیټډ پریس د راپور سره سم د امریکا دفاع وزارت پلان جوړوي تر څو د افغانستان څخه په لومړي قدم کې نیمی عسکر (اوه زره) وباسي.

باید وویل شي چې ټرمپ خپل د ملي امنیت شورا په داسي وخت کې را بللې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم واشنګټن ته تللی او هلته یې د امریکايي چارواکو څخه ګیله کړې چې استازی یې زلمی خلیلزاد د طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو باندي خبرې کوي.

د یادونې وړ ده، د طالبانو سره تر ۱۶ ورځنیو مذاکراتو وروسته د امریکا خاص استازي زلمی خلیلزاد وویل چې د طالبانو سره پر دوه موضوعاتو پریکړې ته رسیدلی دی او په هغو کې يې یوه د ځواکونو د ایستلو موضوع یاده کړې وه.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سلامونه .
دا چه امریکایان نیم فوځ وباسی .نو طالیبان د هم نیم جنګ بند کړی.
امریکا چه نور افغانان وژل نه غواړی خپل ملک ته ځی،نو طالیبان د هم افغانانو وژل بند کړی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

هلکه ته کولای شې چې نیم اودسه یا نیم بیلمازه په لمانځه ودرېژې؟؟

جميل
میلمه
جميل

د اتلسو کلو مخکی امريکا خو مو په ياد ده چی په څه غرور او غټ بازيو سره يی پر افغانستان يرغل راوړ دوی فکر کاوه چی که افغانستان مو ونيوی نو ټوله نړی مو ونيوله ، په همدی خاطر بوش ويل چی مونږ ټوله نړی رهبری کوو، په همهغه وخت می هم ويل چی د امريکا په تاريخ کی به د امريکا لويه غلطی د افغاستان د نيولو خيال وی او اوس هم دا وايم چی د امريکا دا زخم به امريکا نوره هم د پښو و غورځوی ، دا د موئمن مظلومی ښراوی او دعاوی اوريدل کيږی .… نور لوستل »

هارون
میلمه
هارون

هیله ده چې ټرمپ افغانان په ای اس ای خرڅ نکړي. همدا د افغانانو تر ټولو لویه اندېښنه ده. خدای(ج) دې وکړي چې طالبان خپلواکه وي او دا ثابته کړي چې تر هرڅه ورته خپلې ملي ګټې لمړیتوب لري. که خدای مکړه داسې نشي نو اوس دنیا بدله شویده او د نوییمو کلونو لسیزه نده، خلک به ډېر بد حال جوړ کړي چې مخنیوی یې په زور نه کېږي. درناوي