افغانستان لپاره ټیسټ لوبو کې رحمت شاه لومړۍ نیمه سلیزه ووهله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه د هند په دهرادون راجیو ګاندي لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب دوام لري چې په کې ایرلینډ توپوهنه کړې اوس افغانستان خپل وار تیروي.

د ښې توپ اچونې وروسته افغانستان لوبډله تر دې دمه توانېدلې په توپوهنه کې هم ښه وځلیږي، د دویمې ورځې تر غرمې ډوډۍ پورې افغان لوبډلې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۷ منډې جوړې کړې دي.

دا مهال رحمت شاه او حشمت الله شهیدي توپوهنه کوي، د دواړو ترمنځ ۸۹ منډې ملګرتیا شوې، رحمت شاه ۵۹ او حشمت شهیدي ۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې دي.

رحمت شاه د افغانستان لپاره لومړی لوبغاړی شو چې ټيسټ لوبو کې لومړۍ نیمه سلیزه وهي، له ده وروسته حشمت شهیدي هم نیمه سلیزې وهلو ته نږدې دی.

افغان لوبډلې له دې وړاندې خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ د هند لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې وه، چې هیڅ لوبغاړی په ډيرو منډو جوړولو نه و توانېدلی، په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې د یوې پاڼۍ په توپیر ستره ماتې خوړلې وه.

یاده دې وي چې په یاده روانه سیالۍ کې ایرلینډ لوبډلې ۱۷۲ منډې جوړې کړي، د افغانستان لخوا محمد نبي او یمین احمدزي ۳-۳، راشد خان او وقار سلام خیل ۲-۲ ویکټې اخیستې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د