په کابل کې چاودنه شوې / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په دریمه امنیتي حوزه کې د کوټه سنګي تر پله لاندي پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.

پيښه نن د شنبې په ورځ سهار شاوخوا اته نیمې بجې را منځته شوه.

دبرید مسؤولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په نشر کړي خبر کې چاودنه تکتیکي بللې او ویلي يې دي چې د کورنیو چارو وزارت یو افسر مړ او بل ټپي شوی دی.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته د چاودنې په اړه ویلي چې د چسپکي ماین په واسطه یو ملکي موټر په نښه شوی چې له امله یې یو تن مړ او بل ټپي شوی دی.

نوموړي د پيښې د قربانیانو د هویت په اړه نور څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د