د محب احضارول پر ګډ حکومت یو بل ديپلوماتیک ګوزار

احمد مختار

وروسته تر دې چې د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پر زلمي خلیلزاد نیوکې وکړې هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ناخوښي لامل و ګرځیدې او له امله یې ښاغلی محب یاد وزارت ته احضار کړ.

د بي بي سي فارسي څانګې په حواله دیوید هیل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د زلمي خلیلزاد په اړه د محب د نیوکو ردولو ترڅنګ محب ته په ځواب کې ویلي چې زلمي خلیلزاد ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی دی ، پر نوموړي باندې برید مستقیما د امریکا پر خارجه وزارت برید دی .

امریکا ته د ښاغلی محب وروستی سفر په دې غرض ترسره شو چې د واشنګټن او کابل ترمنځ سړي شوې اړیکې تودې کړي.

خو داسې ښکاري چې د محب وروستیو څرګندونو د ارګ او سپینې ماڼۍ ترمنځ د اړیکو سوړ والی لا دومره اضافه کړ چې ښايي تر دې وروسته پرښاغلي غني سربیره د کابل نور دیپلوماتیک استازي واشنګټن ته د حضوریابي له شرفه بي برخې شي.

کابل حکومت چې د مشروعیت یواځینی لاسوند یې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جانکیري سیاسي هوکړه لیک دی چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د په کابل کې د امریکا په سفارت کې د غني او عبد الله ترمنځ ورباندې هوکړه وشوه .

خو اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د محب په احضارولو او ګواښلو سره یې هماغه مصنوعي مشروعیت هم په دیپلوماتیک لحاظ سخت زیانمن شو.

ګډ حکومت او د هغه منفور چار واکي چې د ولس له لوري لا پخوا تجرید او منزوي شوي د خپلو شته مفاسدو او نا اهلیو له وجې تدریجا د خپلو ولي نعمتانو (امریکایانو) لخوا هم په دغسي توهینونکي تعامل سره په سیاسي او ديپلوماتیک لحاظ د لا تجرید او منزوي کیدو په حال کې دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د