پي ایس ایل: د کوټې او پيښور لوبډلو پایلوې ته لار موندلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان غوره لیګ کې د پلی آف او ایلیمنیټر سیالیو وروسته د کوټې او پيښور لوبډلو پایلوبې ته لار موندلې ده.

د کوټې ګلډيټرز لوبډلې د پيښور زلمي لوبډلې ته په کوالیفایر سیالۍ کې ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله، خو پيښور چې د ایلیمنټز ګټونکې اسلام اباد یونیټډ لوبډلې سره په کوالیفایر ټو کې مخامخ شوه ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د پيښور لوبډلې لپاره د پاکستان غوره لیګ په څلورم پړاو کې دا پرلپسې دریم وار دی چې پایلوبې ته لار مومي، له دې وړاندې په دویم پړاو کې له کوټې سره پایلوبه کې مخامخ شوې چې پایلوبه د پيښور زلمو ګټلې وه.

کوټې لوبډله لپاره به هم دا دریم وار وي چې پایلوبې ته لار مومي خو تر دې دمه یې د پاکستان غوره لیګ جام نه دی خپل کړی، اسلام اباد یوازینۍ لوبډله ده چې د یاد لیګ دوه جامونه یې خپل کړي دي.

د پي ایس ایل څلورم پړاو پایلوبه به سبا د یکشنبې په ورځ د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې د پاکستان پروخت د ماښام په ۷ بجې پېل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د