محمد عمر داودزی ايران ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د سولې شورا د دار الانشاء رئيس محمد عمر دودازی د ايران پلازمينې تهران ته رسېدلی دی.

د سولې شوار وياند احسان طاهري وايي چې د سولې شورا د دارالانشاء رئيس محمد عمر داودزی په دوه ورځني سفر د ايران پلازمينې تهران ته رسېدلی دی او هلته به د افغانستان د سولې په اړه له ايراني چارواکو سره وګوري.

طاهري ويلي دي چې ټاکل شوې ده دوادزی په خپل دې دوه ورځني سفر کې د ايران د بهرنيو چارو د وزير په ګډون ددې هيواد له يو شمير چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې په اړه به له هغوی څخه مرسته او همکاري وغواړي.

نوموړی وايي چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د ګاونډيو هيوادونو رول مهم دی او زياتوي چې تمه ده ايران په افغانستان کې د سولې په راوستو کې همکاري وکړي.

عمر داودزی تر دې وړاندې د روان زيږديز کال د جنورۍ په اتمه نېټه پاکستان ته هم سفر کړی و او هلته يې په افغانستان کې د سولې له پاره له پاکستاني چارواکو څخه مرسته او همکاري غوښتې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د روانې لمريزې مياشتې په وروستيو کې د سولې په اړه په کابل کې مشورتي لويه جرګه جوړه شي خو تيره اوونۍ د ګډ حکومت مشر اعلان وکړ چې د سولې په اړه به مشورتي لويه جرګه د راتلونکې کال د غوايي په نهمه نېټه په کابل کې جوړيږي.