امریکا د جنګي جرمونو څېړونکو ته وېزې نه ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د جنګي جرمونو د څېړلو نړیوالې محکمې اړوند هغو کسانو ته به ویزې ورنکړو ، چې په افغانستان کې د شوو جنګي جرمونو د څېړلو په موخه امریکا ته ورتلل غواړي.
پمپیو چې تېره ورځ یې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل «د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې اقدام زموږ د هیواد د قانون ماتولو په معنی دی، زه ددوی په وړاندې د وېزو محدودیت اعلانوم ، موږ به چاته اجازه ورنکړو چې د امریکا او متحدینو د هغه پرسونل کړنې تعقیب کړي چې د خپلو ملتونو د دفاع په لاره کې جنګېږي».
د پمپیو په وینا، زمو ږ د دفاع په لاره کې جنګېدونکي عسکر باید د یو «بې انصافه» تعقیب د وېرې له سیوري سره ژوند ونکړي.
د پمپیو په قول، که چېرې دا محکمه خپل چلند بدل نکړي، مالي سرچینې به یې کنګل او ددوی تر څار لاندې به راشي.
یاده دې وي چې د جنګي جرمونو د څېړلو نړیوالې محکمې د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې خپلو ارزوونکو ته امر وکړ څو په افغانستان کې د امریکا او متحدینو جنګي جرمونه وڅېړي، د دې محکمې یاده پریکړه هماغه مهال د امریکا د حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوه.
د جنګي جرمونو نړیواله محکمه یا «ICC » چې په نړۍ کې د جګړه ئیزو جرمونو څېړنه کوي په «۲۰۰۲» کال کې تاسیس شوې او ۱۲۳ هیوادونه یې غړيتوب لري.
یاده محکمه چې افغانستان یې په «۲۰۰۳» کال کې غړیتوب اخستی، د افغانستان په اړه یې خپله لومړنۍ ارزونه په «۲۰۰۷» کال کې ترسره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د