خوست؛ د نامعلومو وسله والو بريد کې ټپي شوي خبريال ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): په خوست ولايت کې يو سيمه ييز خبريال سلطان محمود خيرخوا چې تيره ورځ د نامعلومو وسله والو په ډزو ټپي شوی و، د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.

سلطان محمود خيرخواه تيره ورځ د خوست ښار اداري کمپلکس ته څېرمه خپل کور ته په لاره و چې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ويشتل شوی و چې تير ماخوستن ناوخته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړی له تيرو پنځلسو کلونو راهيسې د خبريال په توګه دنده ترسره کوله او له بيلابيلو رسنيو سره يې کار کړی و، خو اوسمهال په خوست ولايت کې له ژمن خصوصي تلويزيون سره په دنده بوخت و او ټولنيزي خپرونې يې پرمخ وړې.

د بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

افغانستان د خبريالانو له پاره يو له خونړيو هيوادونو ګڼل کيږي چې ډيری وخت په کې خبريالان د نامعلومو کسانو له لوري وژل کيږي او همدا راز د ځينو زورواکو او لوړ پوړ چارواکو له لوري تهديديږي.

د ننګرهار ولايت يو شمير خبريالانو په سلطان محمود خيرخوا بريد غندلی او له حکومت څخه يې د خبريالانو د خونديتوب او امنيت غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې هدفي وژنې او د نامعلومو کسانو له لوري په دولتي کارکوونکو او نور خلکو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې خلک انديښمن کړي دي.

تيره اوونۍ د هرات د ولايتي شورا غړی او همدا راز د فراه د فوايد عامې رييس هم د نامعلومو کسانو په بريدونو کې وژل شوي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د