ژوند ته د ګواښ له امله صرافانو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): په ټول هېواد کې صرافان وايي، چې دولت يې د ژوند خوندیتوب ته پام نه کوي او پرلپسې، صرافان يا يې هم د کورنۍ غړي د تښتوونکو منګولو ته لوېږي، چې له امله يې دوی اعتصاب کړی دی.

په کابل کې د صرافانو د ټولنې مشر میر افغان ساپی وايي نن يې په ټول هېواد کې د صرافانو له لوري اعتصاب پیل کړی او تر هغو به دوام وکړي چې دولت ورته ډاډ ورکړي.

هغه وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې هره میاشت څلور تنه صرافان تښتول شوي، له ډلې يې نهه تنه وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې د یو صراف لور «مهسا» هم له تښتونې وروسته ووژل شوه، چې اعتصاب کوونکي صرافان يې د تښتوونکو د اعدام غوښتنه کوي.

صرافان حکومت په بې پروايۍ، بې وسۍ او د جرمونو پر وړاندې ناتوانۍ تورنوي او ټینګار کوي چې که يې غږ وانه ورېدل شي، کار به پيل نه کړي.

میر افغان ساپي وویل، پانګه‌وال او صرافان په هېواد کې ځان خوندي نه احساسوي او ماشومان يې نه ښوونځیو او نه هم تفریح‌ځایونو ته په ډاډه زړه تللی شي.

مهسا چې شپږ کاله شاخوا عمر يې درلود، تېره اوونۍ يې تښتوونکو جسد کورنۍ ته سپارلی، چې د ولس سخت غبرګونونه يې را وپارول.