بادغیس؛ لسګونه دولتي ځواکونه تښتېدلي او تسلیم شوي

تصویر؛ شپږ تنه عسکر څو ورځې وړاندې هم د بادغیس په بالا مرغاب کې طالبانو ژوندي ونیول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د بادغیس ولایتي شورا وايي، بالامرغاب ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو خپل پنډغالي پرېيښي، ځينو د تسلیمۍ لاسونه پورته کړې او ځينې نور په تېښته بریالي شوي دي.

د دې شورا غړي فرید اخیزي رسنیو ته وویل، شاوخوا ۱۶ پوستې پرېښودل شوې، ۵۰ عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او د ۱۰۰ شاوخوا نور په تېښته بریالي شوي دي.

هغه وايي ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره ده، خو کابل کې یا هم د بادغیس ولایت کې ځايي چارواکي لا هم پټه خوله دي.

طالبانو د پېښې پخلی کړی او لیکلي يې دي، چې د ترکمنستان پولې سره څېرمه د مورچاق سیمه يې بشپړه لاس ته ورغلې.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دولتي ځواکونه له درېیو کنډکونو، یوې کلا او ۱۵ پوستو تښتېدلي دي او د ولسوالۍ مرکز د دوی تر محاصرې لاندې دی.

طالبانو د تسلیم شویو کسانو شمېر ۳۰ تنه ښوودلی او وايي چې لا هم هڅه کوي چې محاصره عسکر حقایق درک، د تسلیمۍ لاسونه پورته او کورنۍ يې له ويره وساتل شي.

تبصرې (1)

  • دا خو یی لا د ژمی فتحی دی، ژمی په تیریدو دی دالله ج په نصرت به د پسرلی د فتحو غونچی ډیر ژر ووینی له بل اړخ طالبان دکابل د بادارانو او غلامانو د ړندو بمباریو چه د ملکی خلکو د تلفاتو سبب کیږی نو په لویو ښارواو ولایتو د پام وړ بریدونه نه ترسره کوی، کله که یی ونیسی ژر تیر په شا کیږی تر هغه به دا سلسله جاری وی چه طالبان د الوتکو ضد څه تر لاسه کړی بیا ګوره چه دارګ دروازی به انشالله په اونیو کی وټنګوی