فراه؛ په جګړه کې نیول شوي عسکر (ارشيف انځور)

ارزګان؛ د ناروغ دولتي عسکر تدواي طالبانو کړې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې په ارزګان ولايت کې يې د افغانستان د اردو د ناروغ عسکر درملنه کړې ده او خپل کور ته يې ليږلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې پنځه ورځې وړاندې د اردو يو عسکر چې په خپله دنده کې په ناروغۍ اخته شوی و، د حکومت له لوري يې د تداوۍ نه کولو له امله طالبانو ته تسليم شوی دی.

احمدي وايي چې د عبدالله په نامه ياد عسکر چې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی و طالبانو ته ددې له پاره تسليم شوی و چې حکومت يې تداوي نه وه کړې چې وروسته يې طالبانو تداوي وکړه او کور ته يې وليږه.

نوموړی وايي چې د ياد عسکر تداوي يې د خواخوږۍ له مخې کړې او له رغېدو ورسته ورته لس زره افغانۍ روپۍ ورکړل شوي دي او خپل کور ته يې لېږلی دی.

که څه هم له دې وړاندې د جګړې په ډګر او عامو وختونو کې ګڼ شمير دولتي عسکر طالبانو ته تسليم شوي دی خو ياده پيښه په خپل ډول کې بې سارې ده.

په افغانستان کې د ملي اردو عسکر شکايت کوي چې له مياشتو مياشتو په خپلو دندو کې پاتې وي او رخصتي نه ورکول کيږي.

څه موده وړاندې د هلمند ولايت په ګريشک ولسوالۍ کې په دنده بوخت د سردار ګل په نامه يو تن افغان عسکر د نن ټکي اسيا خبريال ته ويلي وو چې له يوولس مياشتو راهیسې خپل کور ته نه دی تللی.

نوموړي ويلي وو چې څو ځل يې له قومندان څخه کورته د تګ له پاره رخصت وغوښت خو د نوموړي په وينا چې قومندان ورته کور ته د تګ اجازه نه ورکوي.

سردار ګل وايي چې قومندان ورته ځکه اجازه نه ورکوي چې ډيری عسکر د طالبانو د بريدونو له ويرې په خپله دنده کې نشي پاتې کېدلی او خپلې دندې د رخصتۍ په پلمه پريږدي نو اوس چې کوم عسکر واسطه ونه لري رخصتي نه ورکول کيږي او د جګړې لومړۍ ليکي ته ليږل کيږي.

تر اوسه د ياد عسکر په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سلامونه او نیکی هیلی،
د یو عسکر تداوی ښه خبره ده.خو مجموع کی ټول افغانستان ناروغ او په زړه سوری دی،
طالیبانو راځی د یو عسکر په ځای د ټول افغانستان تداوی وکړو،جګړه بس کړو ،ورورګلوی پیل کړو،دا دجنګ مصارف باندی خوراکی مواد واخلو ،په وږی تږی خلکو پسی یی وویشو.

مجاهد
میلمه
مجاهد

په کوم مکتب کی چه طالبان روزل شوی هغه اسلام ( مکتب توحید ) او کوم مکتب کی چه نړیوال اشغلګر روزل شوی هغه دموکراسی ( نظم نوین جهانی ) دی چه یو له بله سره په مخالف قطب کی قرار لری د اسلام حرام او حلال په دموکراسی کی سر چپه دی که یی په اړه څه لیکم تبصره اوږدیږی. طالبان پوهیږی چه د سرمایداری نظام یو لوی فارمول د اشغال شوی هیواد ټولنیز جوړښت ویجاړوی . دوهم ، ټولنی طبقاتی کوی یعنی د ګوتو په شمیر غلامان لوی سرمایداران او نور قاطع اکثریت ( نهه نوی سلنه )… نور لوستل »