ارزګان؛ د ناروغ دولتي عسکر تدواي طالبانو کړې ده

فراه؛ په جګړه کې نیول شوي عسکر (ارشيف انځور)

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې په ارزګان ولايت کې يې د افغانستان د اردو د ناروغ عسکر درملنه کړې ده او خپل کور ته يې ليږلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې پنځه ورځې وړاندې د اردو يو عسکر چې په خپله دنده کې په ناروغۍ اخته شوی و، د حکومت له لوري يې د تداوۍ نه کولو له امله طالبانو ته تسليم شوی دی.

احمدي وايي چې د عبدالله په نامه ياد عسکر چې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی و طالبانو ته ددې له پاره تسليم شوی و چې حکومت يې تداوي نه وه کړې چې وروسته يې طالبانو تداوي وکړه او کور ته يې وليږه.

نوموړی وايي چې د ياد عسکر تداوي يې د خواخوږۍ له مخې کړې او له رغېدو ورسته ورته لس زره افغانۍ روپۍ ورکړل شوي دي او خپل کور ته يې لېږلی دی.

که څه هم له دې وړاندې د جګړې په ډګر او عامو وختونو کې ګڼ شمير دولتي عسکر طالبانو ته تسليم شوي دی خو ياده پيښه په خپل ډول کې بې سارې ده.

په افغانستان کې د ملي اردو عسکر شکايت کوي چې له مياشتو مياشتو په خپلو دندو کې پاتې وي او رخصتي نه ورکول کيږي.

څه موده وړاندې د هلمند ولايت په ګريشک ولسوالۍ کې په دنده بوخت د سردار ګل په نامه يو تن افغان عسکر د نن ټکي اسيا خبريال ته ويلي وو چې له يوولس مياشتو راهیسې خپل کور ته نه دی تللی.

نوموړي ويلي وو چې څو ځل يې له قومندان څخه کورته د تګ له پاره رخصت وغوښت خو د نوموړي په وينا چې قومندان ورته کور ته د تګ اجازه نه ورکوي.

سردار ګل وايي چې قومندان ورته ځکه اجازه نه ورکوي چې ډيری عسکر د طالبانو د بريدونو له ويرې په خپله دنده کې نشي پاتې کېدلی او خپلې دندې د رخصتۍ په پلمه پريږدي نو اوس چې کوم عسکر واسطه ونه لري رخصتي نه ورکول کيږي او د جګړې لومړۍ ليکي ته ليږل کيږي.

تر اوسه د ياد عسکر په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

تبصرې (2)

  • سلامونه او نیکی هیلی،
    د یو عسکر تداوی ښه خبره ده.خو مجموع کی ټول افغانستان ناروغ او په زړه سوری دی،
    طالیبانو راځی د یو عسکر په ځای د ټول افغانستان تداوی وکړو،جګړه بس کړو ،ورورګلوی پیل کړو،دا دجنګ مصارف باندی خوراکی مواد واخلو ،په وږی تږی خلکو پسی یی وویشو.

  • په کوم مکتب کی چه طالبان روزل شوی هغه اسلام ( مکتب توحید ) او کوم مکتب کی چه نړیوال اشغلګر روزل شوی هغه دموکراسی ( نظم نوین جهانی ) دی چه یو له بله سره په مخالف قطب کی قرار لری د اسلام حرام او حلال په دموکراسی کی سر چپه دی که یی په اړه څه لیکم تبصره اوږدیږی.
    طالبان پوهیږی چه د سرمایداری نظام یو لوی فارمول د اشغال شوی هیواد ټولنیز جوړښت ویجاړوی . دوهم ، ټولنی طبقاتی کوی یعنی د ګوتو په شمیر غلامان لوی سرمایداران او نور قاطع اکثریت ( نهه نوی سلنه ) د ققر او بی سوادی تر سری کرښی ښکته کوی او شکته یی ساتی
    دغه عسکر او نور د غریبی له امله عسکر شوی او که یی پوهه لرلی له لوږی به یی ځان وژلی مګر دغه دنده چه خپل مظلوم اولس د اشغالګرو د پاره په یو څو ډالرو ووژنی او لا ځان پری ووژنی . طالبان چه دی ټکی ته هم متوجه دی له نیولو وروسته یی د ورور په شان پالنه او درملنه کوی په ضمانتو یی خوشی کوی چه بیا به داسی نه کوی.
    طالبان اصلا د ټول افغانستان د تداوی د پاره چه هغه خپلواکی ده په سر او مال۱۸ کبه پرله پسی قربانی ورکوی کله چه خپلواکی ترلاسه، باداران له هیواده وشړل شول ( چه نزدی شوی ) او غلامانو توبه وویستله او لا محاکمه شی الهی نظام قایم ، او شریعت پلی شی ، الهی عدالت به د پوره سولی ،امن او هوساینی تضمین کوی بیا به د ټول افغانستان څه چه د سیمی او ټول مظلوم بشریت تداوی به هم وشی هر څه په مراحلو ترسره کیږی