نړۍ

پاکستان فوځ: امریکایی ډرون بریدونو کي اکثره ترهګر وژل کیږي

pakistan_armyمیرام شاه: دپاکستان فوځ په لومړي ځل دامریکایی ډرون بریدونو په اړوند خپل رسمي نظرڅرګندکړ، اوزیاته یی کړه چي په جنوبي اوشمالي وزیرستان کي
دامریکایی بی پیلوټه الوتکو اکثره هدفونه ځایی طالبان اویا هم بهرنې ترهګردي، تراوسه پوري چي څومره بریدونه شویدي اکثره داخلي اویا بهرنې ترهګرپکي وژل شویدي، دملکی وګړو تلفات ډیرکم دي
دپاکستانې فوځ یوه لوړرتبه چارواکې میجرجنرال غیوراحمد ویوي غونډی ته دوینا پرمهال وویل، چي زه پوهیږم دامریکایی بی پیلوټه الوتکو دبریدونو په اړوند په رسنیوکی ډول ډول خبرونه خوریږي
زه په څرګنده ویلي شم، چي دډرون بریدونو هدف اکثره ترهګردي چي تراوسه پوري زیات شمیربهرني ترهګردډرون حملو له کبله له منځه تللي دي
هو! زه وایم چي څه ناڅه ملکي وګړي به هم دډرون بریدونو هدف ګرځیدلي وی، خوډیری یی داخله اوخارجي ویره اچونکي دي
ترتیري دوشنبي پوري چی د فاکستانې فوځ د اومي فوځی څانکی په رسمي ورقوکی دډرون حملوپه اړوند کوم موادنشر شویدي، هغه په لاندي ډول دي
۱: له ۲۰۰۷ څخه بیاتر۲۰۱۱ کال پوري په شمالي اوجنوبي وزیرستان کي ۱۶۴ ډرون بریدونه شویدي، چي له امله یی ۹۶۴ ویره اچونکي وژل شویدي،
۲: دوژل شویو ترهګرو له جملي څخه ۷۹۳ داخلي طالبان دي اوپاتي نور، ۱۷۱ بهرني ویره اچونکي دی، چي په مختلفو هیوادونو پوري تعلق لري، لکه عربیان، چیچنایان، اوزبکان، تاجکان، فیلپینان اودمغریب هیواد اوسیدونکي
نوموړي زیاته په ۲۰۰۷ کال کی یوډرون برید ترسره شو، چي یواځي یو ترهګریی وواژه، خو ۲۰۱۰ کال بیا داسي نه وو، ۲۰۱۰ کال کی ډیري حملي وشوي اوڅه دپاسه ۴۲۳ ویره اچونکي ووژل شول.
۳: په ۲۰۰۸ کال کي بی پیلوټه الوتکو ۲۳ بریدونه وکړل، او ۲۵۲ ترهګریی ووژل چي دهغوی له جملي څخه ۱۲ کسه په القاعده پوري تړلي ویره اچونکي وه
۴: په ۲۰۰۹ کال کی بی پیلوټه الوتکو ۲۰ بریدونه وکړل، او ۱۷۹ ترهګریی ووژل چي له وژل شویو کسانو څخه ۲۰ کسه بهرنیان وه
۵: تیرکال ترټولو خونړی کال وه چي امریکایی بی پیلوټه الوتکو په جنوبي اوشمالي وزیریستان کی ۴۲۳ ترهګر ووژل، چي ۱۳۳ یی بهرنی تروریستان وه
اودروان ۲۰۱۱ کال دمارچ تر اومي ورځي پوري چي څومره بریدونه شویدي تراوسه پوري ۳۹ ترهګروژل شویدي چي ۵ کسه بهرنیان دي.
په شمالي وزیستان کی دپاکستاني فوځی عملیاتو مسئول میجر جنرال غیور زیاته کړه، زه دانه وایم چي دامرییکایی بی پیلوټه الوتکو بریدونه په سیمه کی منفی اثرات نه لري.
بلکه سیمه کي یی ویره خوره کړیده، خلک یی دسیمی اوکورونو پریښودلو ته اړ کړیدي، په سیمه کی یی دځینو خلګو احساسات راپارولیدي، خو دومره باید ووایم چي دډرون بریدونو اکثره قربانیان داخلی اوخارجي ترهګر دي.
ډان نیوز       ژباړه: بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x