سرور دانش: د واشنګټن او کابل اړیکو کې «سو‌ءتفاهم» باید نه وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د اشرف غني مرستیال سروردانش وايي له امریکا سره په دوستۍ کې «سوءتفاهم» ورته د منلو نه دی او باید له منځه وایستل شي.

د دانش له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي کابل کې د امریکا د سفارت له مرستیالې کرین دیکر سره خبرو کې ويلي، چې سوله او ټاکنې ورته لومړيتوب لري او له امریکا سره اړیکو کې باید د هر ډول سو‌‌ءتفاهم مخه ونیول شي.

د امریکا مرستیالې سفیرې هم په ټاکنو کې د ملاتړ ژمنه کړې او سرور دانش هم ټينګار کړی چې ټاکنیزو کمیسونونو کې نویو بدلونونو ته هیله‌من دی.

د حکومت او امریکا تر منځ هغه مهال اړیکې د بې اعتمادۍ ښکار شوې کله چې د زلمي خلیلزاد په مشري امریکا د طالبانو سره په دوحه کې د ۱۶ ورځو لپاره مسلسل مذاکرات وکړل او له هغه وروسته خلیلزاد واشنګټن ته مخه کړه.

څو ورځې وړاندې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د جګړې د ختمولو لپاره د زلمي خلیلزاد هڅې تورنې کړې، چې له امله يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري سمدستې احضار شو.

د حمدالله محب څرګندونې اجراییه ریس هم وغندلې او په وینا يې له امریکا سره د ملګرتیا زیانمنېدل نه غواړي.

ډاکټر عبدالله ویلي چې امریکا د افغانستان یو ښه ستراتیژیک ملګری هیواد دی، داسي څرګندوني يې پر ضد کول چې دغه ملګرتیا زیانمنه کړي، په هیڅ ډول د منلو نه دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

خواره کيه لږ وخت دی پاته دی امريکا امريکا ناری نوری مه وهه امريکا دی په تيښتی ده ، ځان سپينوه .

مجاهد
میلمه
مجاهد

حیرانونکی ده، د نړی به خپلواکو هیوادو کی چه یو هیواد کوم چارواکی د بل هیواد په داخلی چارو کی یی ناوړه څه ویلی یا کومه کړنه یی ترسره کوی نو هغه بل هیواد یی سفیر احضاروی او خپله ګیله یا اخطار ورته ورکوی . مګر تاسی په عملی بڼه کی ولیدل چه دغه تعامل د بادارو او غلامو هیوادو ترمنځ پل ډول وی زمونږ هیواد کی یی عملی بڼه کی مثال وړاندی شو. د امنیتی شوری مشاور ( چه تر جمهور ریس وروسته دوهم او یا اوس دریم لوړ بوړی غړی دی ) به د سولی په اړه خلیلزاد… نور لوستل »